اسلام آباد۔10جون (اے پي پي) د خزانې وزیر صلاحكار خرم شهزاد وئېلي دي پاکستان ته په مئي مياشت كال 2026 کښې د سمندر پورې پاکستانیانو د اړخه 4.25 ارب ډالره ترسیلاتِ زر تر لاسه شوي دي كوم چې د هېواد په تاريخ كښې په يوه مياشت كښې راغلے تر ټولو زيات رقم دے ۔ په ایکس خپل پیغام كښې ده ووئېل مئي كښې راغلي ترسیلاتِ زر د مياشتې په …
د سمندر پورې پاکستانیانو لخوا په مئي مياشت 2026 کښې 4.25 ارب ډالر ترسیلاتِ زر راغلي ، خرم شهزاد

مزید خبریں
اسلام آباد۔10جون (اے پي پي) د خزانې وزیر صلاحكار خرم شهزاد وئېلي دي پاکستان ته په مئي مياشت كال 2026 کښې د سمندر پورې پاکستانیانو د اړخه 4.25 ارب ډالره ترسیلاتِ زر تر لاسه شوي دي كوم چې د هېواد په تاريخ كښې په يوه مياشت كښې راغلے تر ټولو زيات رقم دے ۔ په ایکس خپل پیغام كښې ده ووئېل مئي كښې راغلي ترسیلاتِ زر د مياشتې په بنیاد 20 فیصد نه زيات او په كلنه بنیاد د 15 فیصد نه زیات زياتوالے دے ۔ دا څرګند زياتوالے بهر هېوادونو كښې د مېشته پاکستانیوں د باور او د هېواد د معیشت سره د هغوي د مضبوط تړون مظهر ګرحولے كېږي ۔ د خرم شهزاد تر مخه د مالي كال 26۔202 په وړومبو يو يولسو مياشتو ، یعني د جولائي نه تر مئی په مجموعي توګه راغلي ترسیلاتِ زر 38.1 ارب ډالر ته رسېدلي دي كوم چې د تېر مالي كال دومره مودې په مقابل كښې 9 فیصد زیات دي ۔ده ووئېل د ترسیلاتِ زر پرله پسې زياتوالے د پاکستان د زرمبادله پانګو ، د بهر کھاتو استحکام او مجموعي معاشي لچک مضبوطولو كښې مهم کردار ادا كوي ۔ ده ووئېل كه موجودہ رفتار برقرار پاتي شو نو د مالي كال 26۔2025 تر اختتام ترسیلاتِ زر 41 ارب ډالر نه زياتېدے شي، كومه به چې يوه نوې تاریخي کامیابي وي ۔ده ووئېل ترسیلاتِ زر كښې ریکارډ زياتوالے بهر هېوادونو كښې د مېشته پاکستانیوں د باور څرګندونه ده او دا پیشرفت د هېواد معیشت لپاره د ډاډ وړ اشارہ ګڼلې كېږي







