اسلام آباد۔10جون (اے پي پي) د وزیراعظم د سیاسي چارو خاص مرستيال رانا ثناء اللہ سره د امریکې سفارتخانې د سیاسي چارو صلاحكار ټیري اسټیئرز ګونزالیز ملاقات وكړو چې پكښې په پاک امریکا دوه اړخيزه اړيكو ، سيمه ايز صورتحال او د شرېكې خوښې په چارو خبرې وشوې ۔ د امریکی استازي منطقه كښې د امن و استحکام لپاره د پاکستان د مثبت کردار ستائنه وكړه۔ هغه ووئېل د …
خاص مرستيال رانا ثناء اللہ سره د امریکې سفارتخانې د سیاسي چارو صلاحكار ملاقات، د شرېكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔10جون (اے پي پي) د وزیراعظم د سیاسي چارو خاص مرستيال رانا ثناء اللہ سره د امریکې سفارتخانې د سیاسي چارو صلاحكار ټیري اسټیئرز ګونزالیز ملاقات وكړو چې پكښې په پاک امریکا دوه اړخيزه اړيكو ، سيمه ايز صورتحال او د شرېكې خوښې په چارو خبرې وشوې ۔ د امریکی استازي منطقه كښې د امن و استحکام لپاره د پاکستان د مثبت کردار ستائنه وكړه۔ هغه ووئېل د ایران او امریکې تر مينځه د خبرو اترو ودې لپاره د پاکستان سفارتي هڅې د پېرزوئنو وړ دي ۔د هغه وېنا وه د سيمه ايز امن لپاره د پاکستان کردار مهم او د قدر وړ دے۔ په دې مهال رانا ثناء اللہ ووئېل پاکستان عمر له د مسائلو حل لپاره خبرې اترې او سفارت کاري وړومبۍ ګڼلي ، د پاک امریکا اړيكو استحکام سره به منطقه كښې امن او خوشحالي وده ومومي۔ د وزیراعظم د سیاسي چارو خاص مرستيال د پاکستان او امریکې تر مينځه د اعلیٰ كچې روابط زياتولو په اهمیت زور راوړلو سره ووئېل پاکستان منطقه كښې امن و استحکام لپاره به خپل مثبت کردار دوامداره ساتي ۔ د ده وېنا وه د دواړو هېوادونو تر مينځه مضبوطه شراکت داري په منطقه كښې د روښانه او امناكه سباون ضامن ده ۔







