اسلام آباد 10 جون (اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري مظفرآباد سره نزدې د چورلكې په پېښه كښې د پاك پوځ ځوانانو په شهادت د افسوس او غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د شورو په ورځ په سماجي رابطه ويب سائټ ايكس خپل د غمرازۍ بيان كښې ده ووئيل د خوږ هېواد مېړنو ځوانانو د شهادت په خبر اورېدو مې زړه ډېر خفه …
د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري مظفرآباد سره نزدې د چورلكې په پېښه كښې د پاك پوځ ځوانانو په شهادت د غم دړد څرګندونه
اسلام آباد 10 جون (اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري مظفرآباد سره نزدې د چورلكې په پېښه كښې د پاك پوځ ځوانانو په شهادت د افسوس او غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د شورو په ورځ په سماجي رابطه ويب سائټ ايكس خپل د غمرازۍ بيان كښې ده ووئيل د خوږ هېواد مېړنو ځوانانو د شهادت په خبر اورېدو مې زړه ډېر خفه شوے ۔ د پاك پوځ ځوانانو د بې مثاله قربانۍ٬پيشه وره خذمات او د خوږ هېواد دفاع لپاره وركړی لازواله قربانۍ به تل د قام په زړونو كښې ژوندۍ وي۔ده د شهيدانو لوړو درجو٬بخښنې او غم جنو كورنيو لپاره دعا وكړه او وې وئېل په دې پېښه ټول قام غمجن دے او د غم په دې سخت وخت كښې د شهيدانو كورنيو سره د مكمل يو والي څرګندونه كوي۔











