اسرائیل د فلسطینیانو بنیادی حقونه غصب کړي ، د غزہ محاصرہ كېږي سرتاج عزیز

ملګري ملتونه 20 ستمبر (اے پی پی) د وزیراعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزیز د فلسطینيانو سره د يووالي څرګندونې سره وئيلي دي چې اسرائیل د فلسطینیانو بنیادی حقونه غصب کړي، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال فلسطین لپاره د او آئی سی کمېټۍ غونډې ته خطاب كښې د خارجه چارو سلاكار ووئيل د اسرائیل د اړخه د یهودو په آبادۍ كښې غیر قانونی پراختيا روانه ده او بې ګناه فلسطینیان په منظم ډول شهید کړې كېږي او د غزہ ښار محاصرہ د څو كلونو راهېسې روانه ده۔ ده ووئيل بايد نړيواله ورورولي د مظلومه فلسطینیانو سره د يووالي څرګندونه وكړي او د هغوي مسئلې ته پام لرنه وكړي۔ ده ووئيل بايد د فلسطینیانو د 1967ء څخه وړاندې د جغرافیائی حدونو ترمخه خپل آزاد ریاست وركړې شي د كوم پايه تخت چې القدس وي۔ سرتاج عزیز د او آئی سی عمومي سيكتر په مشرۍ كښې غونډه كښې د پاکستانی پلاوي مشري كولو سره د فلسطین مسئله په بشپړه ډول پورته كړه۔ غونډه كښې د فلسطین‘ ملائیشیا او سینیګال خارجه وزيرانو ګډون وكړو۔ دې نه ځانله د مصر‘ اردن او ترکیه لارښودو هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔