د قومي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر د اېكسپرېس ورځپاڼې خبريال افتخار چوهدري د پلار په مړينه خواشيني ښودلې

اسلام آباد18 ستمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او دوهم سپيكر مرتضٰي جاوېد عباسي د اېكسپرېس ورځپاڼې خبريال افتخار چوهدري د پلار په مړينه خواشيني ښودلې۔ د اتوار په ورځ د غمرازې په خپلو جلا جلا پېغامونو كښې دوي دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي۔