پینډي 10 جون (اے پی پی)د پاكستان آرمي ايوي ايشن يو ايم آئي-17 چورلكه مظفرآباد سره نزدې د ټيك آف په مهال د فني خرابۍ له امله د پېښې ښكار شو ۔په چورلكه كښې ناست ټول اهلكار شهيدان شول۔د شورو په ورځ د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې په پېښه كښې كوم كس ژوندے نه دې پاتي شوے ۔رېسكيو او مرستې ډلې په سمدستي …
مظفرآباد٬ د پاكستان آرمي ايوي ايشن ايم آئي -17 چورلكه د پېښې ښكار شوه

مزید خبریں
پینډي 10 جون (اے پی پی)د پاكستان آرمي ايوي ايشن يو ايم آئي-17 چورلكه مظفرآباد سره نزدې د ټيك آف په مهال د فني خرابۍ له امله د پېښې ښكار شو ۔په چورلكه كښې ناست ټول اهلكار شهيدان شول۔د شورو په ورځ د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې په پېښه كښې كوم كس ژوندے نه دې پاتي شوے ۔رېسكيو او مرستې ډلې په سمدستي توګه د پېښې ځاے ته رسېدلي ۔د پېښې درست تكنيكي سبب لپاره بورډ آف انكوائري جوړه كړے شوے۔د پاك پوځ سرلښكر او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د پاك پوځ ټولو افسرانو او ځوانانو په دې پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او د شهيدانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كړې ده








