د  هاكۍ قامي لوبډله په اېف آئي اېچ پرو هاكي ليګ كښې ګډون له بېلجيم ته روانه شوه

  لاهور۔10جون(اے پی پی) د پاکستان ھاکۍ لوبډله په اېف آئي اېچ پرو هاکی لیګ 2026  كښې ګډون لپاره نن د كراچۍ جناح نړيوال هوائي ډګر څخه بېلجيم او برطانيې ته روانه شوه۔ د پرو هاکی لیګ مقابلې به 13 څخه تر 28 جون كيږي چرته به چې قامي لوبډله په مجموعي توګه 8 مهم مېچونه كوي۔ د دې دورې په مهال به د قامي لوبډلې مشري هېډ كوچ اولمپین …

 

لاهور۔10جون(اے پی پی) د پاکستان ھاکۍ لوبډله په اېف آئي اېچ پرو هاکی لیګ 2026  كښې ګډون لپاره نن د كراچۍ جناح نړيوال هوائي ډګر څخه بېلجيم او برطانيې ته روانه شوه۔ د پرو هاکی لیګ مقابلې به 13 څخه تر 28 جون كيږي چرته به چې قامي لوبډله په مجموعي توګه 8 مهم مېچونه كوي۔ د دې دورې په مهال به د قامي لوبډلې مشري هېډ كوچ اولمپین منظور الحسن كوي او اولمپین خواجه اېم جنېد به د لوبډلې منېجر په توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ په قامي سكواډ كښې ګول کیپرز علي رضا او وقار او نورو لوبغاړو كښې زکریا حیات، عماد شکیل بټ، عبدالمتین، عماد، معین شکیل، رانا ولید اشرف، غضنفر علی، احمد ندیم، ارشد لیاقت، عبدالمنان، افراز، بشارت علی، ندیم خان، رانا عبدالوحید اشرف، ابوبکر محمود، ارباز احمد او حماد الدین انجم شامل دي۔  د شېډول له مخې بېلجیم كښې مېچونه كولو څخه پس به لوبډله لندن ته روانېږي چرته به چې په 23 جون د پرو هاکی لیګ په مهال د پاكستان او هند ترمينځه مهمه مقابله وي۔ د پاکستان هاكي فېډرېشن صدر محي الدين احمد واني او نورو عهدېدارو قامي لوبډلې لپاره د  نېكو هيلو څرګندولو سره ووئيل  لوبډله به كه پاك پروردګار ته منظور وي په نړيوال ايونټ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔