اسلام آباد18 ستمبر (اے پي پي) د سوډان خارجه وزير پروفېسر ابراهيم غندور وئيلي دي چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه په سختو سرغړونو اندېښنه لرو٬ سوډان به د كشميريانو د خپلواكې د حق ملاتړ جاري ساتي۔ ده دا خبرې د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز سره په وېنزوېلا كښې د ملاقات په مهال وكړې د كومو ترمېنځه چې د نام تنظم د مشرانو د 17مې غونډې په مهال په وېنزوېلا كښې ملاقات وشو۔ دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي او د سرمايه كارې اړيكو ته په وده وركولو اتفاق وكړو۔ د سوډان خارجه وزير د پاكستان د تجربې څخه د استفادې كولو او د مرستې د خواهش څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو زر تر زره د شريك وزاتي كميسون د غونډې كولو پرېكړه هم وكړه۔ پاكستان او سوډان د ملګرو ملتونو پشمول په نورو فورمونو يو بل سره مرسته كوي او په راتلونكي كښې ئې د مرستې په جاري ساتلو اتفاق كړے۔