د كورنيو چارو وفاقي وزير د مهمند اېجنسۍ ځانمرګي بريد په سختو ټكو وغندلو

اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د مهمند اېجنسۍ د ځانمرګي بريد په سختو ټكو غندنه كړې په كوم چې كښې قېمتي ځاني زيان شوے۔ د جمعې په ورځ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې داخله وزير غمژنو كورنيو سره د يوالي څرګندونه وكړه او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره ئې دعا وكړه۔ چوهدري نثار علي خان ووئيل چې د ترهه ګرۍ بزدلانه بريدونه په هېواد كښې د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې له حكومتي عزم متزلزل كولې نشي۔ ده ووئيل چې د ترهه ګرو او د دوي د سهولت كارو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔