د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په پېنډې ښار پوټھوهار ټاؤن او كليوالو سيمو كښې د صفائې د ناقصو انتظاماتو د شكاياتو نوټس واخستو

اسلام آباد 15 ستمبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په پېنډې ښار پوټھوهار ټاؤن او كليوالو سيمو كښې د صفائې د ناقصو انتظاماتو د شكاياتو نوټس واخستو۔ د كورنيو چارو د وزارت وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير ځائي انتظاميې او سالډ وېسټ مېنجمنټ چارواكو ته په سمدستي توګه د ښار د پاكولو هدايت كړے او وئيلي ئې دي چې پھ راتلونكو يو څو ساعتونو كښې دې د ټولې پېنډې صفائي باوري كړې شي۔ اولس په پېندې كښې د صفائې په اړه د شكاياتو په صورت كښې په هېلپ لائن 1129 مراجعه كولې شي۔