د  تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د سپيك ريفائنري پرائيوېټ لمېټډ پلاوي ملاقات

  اسلام آباد۔10جون(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د سپیک ریفائنری پرائیوېټ لمېټډ يو پلاوي د چيئرمېن ظفر شېخ په مشرۍ كښې د شورو په ورځ ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې په حب  بلوچستان كښې د پاكستان په اولني ډیپ کنورژن ګرین فیلډ ریفائنری پروجېکټ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي وفاقي وزير ته په منصوبې د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔ د ملاقات په مهال پلاوي د …

 

اسلام آباد۔10جون(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د سپیک ریفائنری پرائیوېټ لمېټډ يو پلاوي د چيئرمېن ظفر شېخ په مشرۍ كښې د شورو په ورځ ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې په حب  بلوچستان كښې د پاكستان په اولني ډیپ کنورژن ګرین فیلډ ریفائنری پروجېکټ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي وفاقي وزير ته په منصوبې د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔ د ملاقات په مهال پلاوي د ګرین فیلډ ریفائنري پالېسۍ عملي كولو كښې د آسانيو باوري كولو او د منصوبې په وخت سرته رسولو له اېف بي آر لپاره د پاتې ضروري رېګولېټري منظورو زر تر زر جاري كولو كښې حكومت څخه د مرستې خواست وكړو۔ پلاوي ووئيل دا منصوبه د پاكستان د توان څانګه كښې د اوږدې مودې سرمايه كارۍ نمائندګي كوي او دا د ډاون اسټریم پېټرو کیمیکل صنعتونو پرمختګ لا ګړندي كولو صلاحيت لري۔ چیئرمېن ظفر وفاقي وزير ته ووئيل دې منصوبې سره به حب او خواوشا سيمو كښې نزدې 2,000 د روزګار موقعې رامخې ته شي۔ جام کمال خان سرمايه كاري خوشبينه ګرځولو سره ووئيل پاكستان د خپلې سټرېټجک جیو پولیټیکل محل وقوع  له امله  صنعتي  او  د توان منصوبو لپاره بلها موقعې وړاندې كوي۔ دواړو اړخونو د صنعتي سرمايه كارۍ سرعت زياتولو او د پاكستان بشپړ اقتصادي صلاحيت رامخې ته كولو له د پبلك سېكټر همكارۍ په دوامداره ساتلو اتفاق وكړو