د وزيراعظم محمد نواز شريف نيويارك كښې پاكستانيانو سره خبرې

نيويارك 19 ستمبر(اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي ديپاكستان د اسيا په تندۍ سره پرمختګ كوونكو معېشتونو كښې شامل دے ٬ پاكستان به د مقبوضه كشمير د اولس د خپلواكې حق لپاره د روانو سوله ايزو هڅو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي٬ اقتصادې رتهداري پروژه به د سيمې تقدير بدل كړي ٬د خاص اقتصادي زونز جوړولو سره به د روزګار موقعې رامخې ته شي ٬ تر كال 2018 تر پېل به 10 زره مېګاواټ برېښنا قامې ګرېډ كښې شامله كړې شي ٬ د اتوار په ورځ نيويارك ته د رسېدو نه پس د پاكستانۍ ټولنې غړيو سره په خبرو كښې وزيراعظم د دې عزم پخلې وكړو چې د كشمير مسئلې هوارے د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې ممكن دے۔ ده ووئيل د مقبوضه كشمير اولس د ازادې هڅې په كاميابې سره خپلو څو نسلونو ته منتقل كړې او اوس كشميريانو ځوانانو د ازادې په تحريك كښې نوې ولوله او جذبه شامله كړې ده۔ ده ووئيل بايد هند دا حقيقت ومني چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزې په سمدستي توګه ختمول پكار دي۔ هند له به دا هم منل وي چې د كشميري اولس د رائې احترام وكړي۔ وزيراعظم ووئيل نننۍ پاكستان د كال 2013م نه زيات ښه دے ۔ پاكستان نن په نړۍ كښې د په سياسي توګه مستحكم ٬زيات خوندي او په معاشي توګه قوي هېواد دے۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان د اسيا په تندې سره د پرمختګ كوونكو معيشتونو په صف شامل دے او نړيوالې ادارې هم د دې اعتراف كوي۔ده ووئېل مونږ د خپل هېواد نه ترهه ګرۍ او تند خوښۍ د مينځه وړلو ٬د معيشت بحالولو ٬ او د انرژۍ په لړ كښې پخپلو پښو اودرولو له هڅې كوو ٬ده ووئېل د لوئې څښتن په فضل د امنيت او قانون نافذ كوونكو ادارو او د پوليس په ځانګړو قربانيو او د ټول اولس په عزم د هېواد د امنيت وضعه ډيره ښه شوې ده ٬ وزيراعظم ووئېل د قامي اتفاق نه پس مونږ د عمليات ضرب عضب او قامې ايكشن پلان باندې عملدرامد شورو كړے دے ٬چې په نتيجه كښې ئې هېواد كښې ترهه ګري كمېږي او ډېر زر به هېواد د دې كېنسر نه ځان خلاص كړي ٬ده ووئېل مونږ چې د انرژۍ كوم كمي سره د كلونو نه مخ وو اوس په هغې تر ډېره حده قابو موندلې شوې او د هېواد په بېلو برخو كښې د توان پروژو په كاميابۍ سره كار روان دے چې څه په كښې بشپړې شوي دي ٬وزيراعظم ووئېل تر 2018 به قامې ګرېډ كښې 10 زره مېګاواټ برېښنا شامله كړې شوو ٬ او د هېواد څڅه د لوډشېډنك ختمولو خپله وعده به تر سره كړې شوو٬ده ووئېل په وړومي ځل د هېواد بنيادې اډانې ښه كولو لپاره 850 اربه روپو نه زياتې پرمخنتيائې پروژې پېل كړې شوي او په دې عمل كښې به يوه صوبه يا سيمه نظرانداز نه كړې شي ٬ده ووئېل دا سوب دے چې مونږ د روښانه سباون هيله يو٬ او په تېرو دريو كالونو كښې هر څه د اولس په وړاندې دي۔