د بلوچستان وزيراعلې په مشرۍ كښې د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ بورډ غونډه

کوئټه۔ 17 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي  په مشرۍ كښې د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ د بورډ  لسمه غونډه كښې  صوبه كښې د سرمایه کارۍ، مالیاتي خدمات او د  صنعتي ترقۍ زياتولو  په اړه مهمې پرېكړې وشوې۔  غونډه كښې د  پبلک پرائیویټ پارټنرشپ  تر مخه د بلوچستان د وړومبۍ انشورنس کمپنۍ جوړولو  منظوري وركړې شوه ، دغسې د  ضلع ډیرہ بګټي  په سيمه سوئي كښې د …

کوئټه۔ 17 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي  په مشرۍ كښې د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ د بورډ  لسمه غونډه كښې  صوبه كښې د سرمایه کارۍ، مالیاتي خدمات او د  صنعتي ترقۍ زياتولو  په اړه مهمې پرېكړې وشوې۔  غونډه كښې د  پبلک پرائیویټ پارټنرشپ  تر مخه د بلوچستان د وړومبۍ انشورنس کمپنۍ جوړولو  منظوري وركړې شوه ، دغسې د  ضلع ډیرہ بګټي  په سيمه سوئي كښې د لو بي ټي یو ګیس نه د  فرټیلائزر کمپلیکس جوړولو ته هم  اتفاق وكړے شو ۔ غونډه كښې بریفنګ وركولو  كښې ووئېل شول د دوو اربه روپو په ابتدائي لګښت  به بلوچستان كښې رجسټرډ بلوچستان انشورنس کمپني لمیټډ جوړولې شي  ۔ د دې کمپنۍ جوړولو سره به صوبه كښې د  سرکاري ادارو او   مقامي وګړو  ته د  انشورنس ښه او معیاري آسانۍ  په ځايې كچه تر لاسه شي ۔

مزید خبریں