د پاکستان او ترکمانستان دوه اړخييزه مرستي زياتولو، سيمه ايزو  رابطو او  د توان  په منصوبو پيشرفت تندولو ته اتفاق۔ د نائب وزيراعظم  اسحاق ډار او د ترکمانستان  خارجه وزير سره پريس کنفرنس

اسلام آباد 17 نومبر  (اے پي پي) پاکستان او ترکمانستان د تجارت، سرمايه کارۍ، توان ، سيمه ايزو  رابطو او د ټرانسپورټ پشمول بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي زياتولو، د غور لاندې منصوبو عملي پيشرفت تندولو او شريكه اقتصادي شراکت داري لا قوي كولو ته اتفاق کړے دے ٬ دغسې  دواړو هېوادونو تاپي ګيس پائپ لائن منصوبه مخ په وړاندې بوتللو، د سټيئرنګ کمېټۍ غونډې رابللو، د تيلو و …

اسلام آباد 17 نومبر  (اے پي پي) پاکستان او ترکمانستان د تجارت، سرمايه کارۍ، توان ، سيمه ايزو  رابطو او د ټرانسپورټ پشمول بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي زياتولو، د غور لاندې منصوبو عملي پيشرفت تندولو او شريكه اقتصادي شراکت داري لا قوي كولو ته اتفاق کړے دے ٬ دغسې  دواړو هېوادونو تاپي ګيس پائپ لائن منصوبه مخ په وړاندې بوتللو، د سټيئرنګ کمېټۍ غونډې رابللو، د تيلو و ګاز شريكه ورکنګ ګروپ دويمه غونډه كولو، ټرانزټ ټريډ لوظنامې ته حتمي شکل وركولو او د کراچي و ګوادر بندر ځايونو د لارې د ترکمانستان تجارتي سامان تګ راتګ په امکانات هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ اسلام آباد كښې د پاکستان او ترکمانستان ترمينځه اقتصادي مرستي لپاره د شريك بين الحکومتي کمېشن 6مي غونډې په آخر نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د ترکمانستان د كابيني وزيرانو و  خارجه وزير راشد ميريدوف شريك پريس کانفرنس ته وينا كښې ووئيل لاس ليك شوي دستاويزات كښې د بين الحکومتي کمېشن د  6مي غونډي پروټوکول،  د دواړو هېوادونو خارجه وزارتونو ترمينځه 2026ء نه تر 2030ء د مرستي پروګرام او سېلګرۍ څانګه كښې مرستي په اړه د مفاهمت يادداښت شامل دي۔نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ترکمانستان خارجه وزير راشد ميريدوف او پلاوي هركلي سره ووئيل په غونډه كښې خبرې اترې په ښه چاپيرچل كښې وشوې۔ ده د  ترکمانستان د توان وزير او تجارت وزير په غونډه كښې د ګډون ستائنې سره ووئيل د دواړو وزيرانو موجودګي د تجارت او توان  په څانګو كښې د مرستي زياتولو اهميت عكاسي كوي۔ده ووئيل پاکستان د ترکمانستان مستقل غير جانبدارې پاليسۍ احترام کوي او په سيمه ايزو او نړيوالو فورمز  تعميري مرستي ته د قدر په سترګه ګوري۔ اسحاق ډار ووئيل په غونډه كښې  د دوه اړخيزه ټرانزټ ټريډ فريم ورك كار مخ په وړاندې بوتللو، په تجارتي اعتبار سره د عمل وړ ټرانسپورټ رابطو لټولو او  د دواړو هېوادونو کاروباري وروروليو و چيمبرز آف کامرس ترمينځه په رابطو زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ده د ترکمانستان تجارتي سامان وړولو راوړلو لپاره د کراچۍ او ګوادر پشمول د پاكستان بندر ځايونو كارولو په اړه عملي انتظامات لټولو لپاره د پاکستان د خوښۍ پخلے وكړو دغسې چې د ترکمانستان، افغانستان، پاکستان او هند ګيس پائپ لائن منصوبې (تاپي) تکنيکي و تجارتي اړخونو  د شريكو هېوادونو ترمينځه پرله پسې د رابطې اهميت تسليم كړے شو ۔دې نه ځانله د ترکمانستان، افغانستان او پاکستان مجوزه د بجلۍ ترسيل په منصوبه او دې سره په پيوست فائبر آپټك مواصلاتي رابطې هم خبرې وشوې او د دې پروژو د تکنيکي او تجارتي افاديت نور جاج اخستلو په حاجت زور راوړلے شو۔اسحاق ډار ووئيل په غونډه كښې كر كېلې، صنعت، سېلګرۍ، كلتور، اعلیٰ تعليم، انفارمېشن ټيکنالوجي، روغتيا او مالياتي خدمات په څانګو كښې د مرستي امکانات هم جاج واخستلے شو۔ په سيمه ايز  صورتحال خبرې كولو سره اسحاق ډار په سيمه كښې   د امن، سلامتيا او استحکام اهميت رامخې ته كړو او د سفارتي هڅو ملاتړ لپاره ئې د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ده ووئيل په سيمه ايزو  او نړيوالو چيلنجونو قابو موندلو لپاره مکالمې او سفارتکارۍ ، د نړيوال قانون احترام او  د ملګرو ملتونو د منشور و اصولو پاسداري بنيادي اهميت لري۔ده ووئيل په غونډه كښې د امريکې  ايران په شخړه ،  ترکيه، پاکستان او سعودي عرب مکه شريكي دفاعي لوظنامې، فلسطين او د هند په تسلط كښې د جموں و کشمير په مسئلو هم د خيالاتو څركندونه وكړه ۔اسحاق ډار د فلسطينيانو او د هغوي د ناقابل تنسيخ حقونو لپاره د پاکستان د اصولي او غير متزلزل مرستې پخلي سره   د غير قانوني اسرائيلي كليو او د هغې په پرله پسې خپرولو او د القدس الشريف حيثيت د بدلولو په هڅو اندیښنه څرګنده كړه۔ده ووئيل د ملكرو ملتونو اړوندو قراردادونو له مخې د دې مسئلې منصفانه او تل پاتي حل ته اړتيا ده۔ ده ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل او امناكه خبرو اترو له لوظي دے۔ نائب وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د افغانستان خاوره د كوم هم هېواد او په خاص توګه د پاکستان په ضد د ترهه ګرۍ هلو ځلو لپاره ونه كارولې شي۔ده د سندھ طاس لوظنامې لپاره د پاکستان د عزم پخلي سره ووئيل د هند د اړخه په يو اړخيزه توګه لوظنامه د معطل ساتلو پريكړه د نړيوال قانون سخته خلاف ورزي او شريكي اوبه د وسئلې په توګه د كارولو خطرناكه هڅه ده، دا اقدام د پاکستان د 25 کروړه اولس د اوبو ، غذائي او توان  سلامتيا لپاره خطر دے۔اسحاق ډار ووئيل ما د ترکمانستان خپل همڅنګ خبر كړے چې پاکستان به د اګست 2027  په آخر كښې د شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) مشرانو غونډي كوربتوب كوي،دې نه پس به د دغه كال په آخر كښې د اقتصادي مرستي تنظيم (اي سي او) مشرانو غونډه هم په پاكستان كښې كيږي۔ده د ترکمانستان خارجه وزير او د هغه د پلاوي په غونډه كښې ګټور شرکت او کاميابۍ كښې په کردار ترسره كولو مننې كولو سره ووئيل پاکستان د ترکمانستان سره ملګرتيا او سباؤن ته پام لرنه كوي۔ د دواړو هېوادونو د اولسونو  ګټې له د پرله پسې رابطې او عملي مرستي د لارې شريك پيشرفت روانه ساتلو له لوظي يو۔په دې موقع د ترکمانستان خارجه وزير راشد ميريدوف ووئيل تجارتي حجم زياتولو،  د تجارت په اړه  د شريك ورکنګ ګروپ دريمي غونډي نتيجو، د بزنس کونسل د دويمي غونډې چمتوالي په نيولو ، ټرانزټ ټريډ لوظنامې له حتمي شکل وركولو، تجارتي مرکزونو جوړولو،كوچني او د مينځنۍ درجې کاروبار معاونت او د لوظنامو و قانوني فريم ورک كښې  د ښه والې اقدامات باندې هم په غونډه كښې بحث وشو ۔راشد ميريدوف ووئيل ډلو څلور اړخيزه تاپي منصوبه مخ په وړاندې بوتللو او د هغې د ټولو ګډون كوونكو ترمينځه د كوټلو اقداماتو د اهميت توثيق وكړو۔ د منصوبې په اړه لوظنامو، رابطه کاري، ټرانزټ، بنيادي ډھانچې د باور وړ آپريشن او توان  وسائل وركولو كښې د مرستي زياتولو په امکانات هم د خيالاتو څرګڼدونه وشوه دغسې  زراعت، صنعت، انفارمېشن اينډ کميونيکيشن ټيکنالوجي، صحت، تعليم، كلتور او مالياتي څانګه كښې نورې عملي مرستي لپاره  د بيلو اړخونو تعين وشو۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه دې خبرې ته سلاح شوي دي چې سيمه ايزو  اقتصادي منصوبو سره بايد شريكو رابطو،  پرمختګ او تجارت ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل  شريك کمېشن به حتمي پروټوکول له د اړوندو وزارتونو، ادارو او کاروباري حلقو لپاره  په عملي روډ ميپ کار وكړي۔راشد ميريدوف د پاکستان حكومت او په خاص توګه  د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ميلمستيا او شريك کمېشن غونډي لپاره په ښه چاپيرچل وركولو مننه وكړه

مزید خبریں