ملګري ملتونه۔ 17 نومبر(اے پي پي) پاكستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې هغه د جنګ تباه حال سوريه بيا رغونې لپاره پرله پسې او په عملي توګه مرسته وكړي او د هغوي د خود مختارۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا او د قامي وحدت احترام باوري كړي ۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي سيد حېدر شاه د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د …
نړيواله ورورولي دې د سوريه د خود مختارۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا او د قامي وحدت احترام وكړي ٬ پاكستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 17 نومبر(اے پي پي) پاكستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې هغه د جنګ تباه حال سوريه بيا رغونې لپاره پرله پسې او په عملي توګه مرسته وكړي او د هغوي د خود مختارۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا او د قامي وحدت احترام باوري كړي ۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي سيد حېدر شاه د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د سوريه د سياسي او د انساني صورتحال په مهال بريفنګ كښې وكړه۔ ده ووئېل سوريه كښې د پیښو لويو جېلنجونو او پېچلې سيمه ايز صورتحال باوجود په سياسي توګه اقتدار منتقل كېږي او تر اوسه شوے پېشرفت د ستائنې جوګه دے او هغه پرله پسې نړيوالې مرستې ته اړتيا لري۔ پاكستاني استازي ووئېل د سوريه د ضروريات حجم د دې خبرې تقاضا لري جې هغوي ته په باور وړ بنيادونو مرسته وركرې شي او د سوريه حكومت سره موثر مرسته وكړې شي ۔ ده وئوېل په سوريه كښې د كال 2024 په وروستو كښې د اولسي پاڅون په نتيجه كښې د صدر بشارالاصد حكومت د خاتمې نه پس لويې سياسي او سماجي تغيرات رامخې ته شوي وو ۔ د سوريه نوي صدر احمد الشرع د نړيوالې ورورولۍ سره روابط زيات كړې دي او په ماضي كښې د سنګينو جرائمو د احتساب يې وعده كړې ده او حكومتي اصلاحات يې هم معارفي كړې دي۔








