ریاض۔17نومبر (اے پي پي)د سعودي خارجه وزیر شهزادہ فیصل بن فرحان سره د قطر وزیراعظم و خارجه وزیر شیخ محمد بن عبد الرحمن بن جاسم آل ثاني او د مصر خپل هم منصب ډاکټر بدر عبدالعاطي جلا جلا په ټیلې فون تماس كښې په سيمه ايزه وضعه خبرې اترې وكړي ۔د ایس پي اے تر مخه د سعودي او مصر خارجه وزيرانو د سعودي عرب او مصر اړيكو ، دا …
د سعودي خارجه وزير سره د مصر او قطر خپل هم منصبو ټیلې تماس ، په سيمه ايزه وضعه د خیالاتو څرګندونه
ریاض۔17نومبر (اے پي پي)د سعودي خارجه وزیر شهزادہ فیصل بن فرحان سره د قطر وزیراعظم و خارجه وزیر شیخ محمد بن عبد الرحمن بن جاسم آل ثاني او د مصر خپل هم منصب ډاکټر بدر عبدالعاطي جلا جلا په ټیلې فون تماس كښې په سيمه ايزه وضعه خبرې اترې وكړي ۔د ایس پي اے تر مخه د سعودي او مصر خارجه وزيرانو د سعودي عرب او مصر اړيكو ، دا په بېلا بېلو څانګو كښې مضبوطولو او پرمختګ وركولو په لاروچارو لټولو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔دوي په سيمه ايزه وضعه هم خبرې وكړې او د پرله پسې هم غږۍ او مشاورت په اهمیت يې زور راوړو ۔ دغسې په تاو ترخوالي كښې كمي لپاره د سفارتي هڅو ملاتړ وكړے شو ۔شهزادہ فیصل بن فرحان او د قطر خارجه وزير په اوسني سيمه ايز صورتحال او په دې اړه په روانو هڅو هم خبره وكړه د كومو مقصد چې تاو تريخوالے كمول او منطقه كښې سلامتیا او استحکام په ځائے ساتل دي۔









