اولان باتور۔17نومبر(اے پي پي)د منګولیا صدر اوخنا خورلسوخ د اختیارات په ناجائزه كارولو او د بډو اغستو په تورونو د خپل تشخص بحالولو په هڅه كښې د خپلې چوكۍ پرېښودو د ارادې اعلان كړے دے ۔ د شنهوا تر مخه هغه د نهې په ورځ پریس کانفرنس ته خطاب کښې ووئېل په اوسنو كښې د منګولیا صدارتي منصب تشخص ته د زيان رسولو هڅې شوي دي ۔ هغه ووئېل زه …
د اختیار ناجائزه كارولو او د بډو اغستو په تورونو د منګولیا صدر د استعفی وړاندې كولو اعلان
اولان باتور۔17نومبر(اے پي پي)د منګولیا صدر اوخنا خورلسوخ د اختیارات په ناجائزه كارولو او د بډو اغستو په تورونو د خپل تشخص بحالولو په هڅه كښې د خپلې چوكۍ پرېښودو د ارادې اعلان كړے دے ۔ د شنهوا تر مخه هغه د نهې په ورځ پریس کانفرنس ته خطاب کښې ووئېل په اوسنو كښې د منګولیا صدارتي منصب تشخص ته د زيان رسولو هڅې شوي دي ۔ هغه ووئېل زه په رسمي توګه دا اعلان کوم چې زما نوم ته د زيان رسولو ذمه وارو كسانو خلاف به د اړوند كسانو سره رجوع کوم او په ما د لګېدلو تورونو ناسمه ثابتولو هڅې به كوم۔ د منګولیا صدارتي قانون تر مخه د هغه د استعفې منظورولو یا رد کولو حتمي اختیار د هېواد 126 كسيز ایوانې پارلیمان سټیټ ګریټ خورال ته تر لاسه دے ۔ واضحه دې وي د اوخنا خورلسوخ په كال 2021 صدارتي ټاكنو كښې په اکثریت سره بريا تر لاسه كړې وه او د هغه شپږ كلنه صدارتي موده پېل شوې وه۔











