هند كښې د  مسلمانانو لپاره  كال  2026  تر ټولو زيات خونړے ثابت شو، راپور

اسلام آباد۔17نومبر  (اے پي پي) امریکا كښې جوړ د بشري حقونو نړيوال تنظیم ”ساوتھ ایشیا جسټس کیمپین“   په هند كښې د  مسلمانانو  خلاف  د هندو انتها خوښو نفرت لرونكو جرائمو نه پردہ پورته كولو سره وئېلي دي  د تنظیم د    4  كالو ریکارډ تر مخه  هند كښې  د  مسلمانانو لپاره كال 2026   تر ټولو زیات خونړے كال ثابت شوے دے ۔د کشمیرمیډیا سروس  تر مخه  د ساوتھ ایشیا جسټس کیمپین …

اسلام آباد۔17نومبر  (اے پي پي) امریکا كښې جوړ د بشري حقونو نړيوال تنظیم ”ساوتھ ایشیا جسټس کیمپین“   په هند كښې د  مسلمانانو  خلاف  د هندو انتها خوښو نفرت لرونكو جرائمو نه پردہ پورته كولو سره وئېلي دي  د تنظیم د    4  كالو ریکارډ تر مخه  هند كښې  د  مسلمانانو لپاره كال 2026   تر ټولو زیات خونړے كال ثابت شوے دے ۔د کشمیرمیډیا سروس  تر مخه  د ساوتھ ایشیا جسټس کیمپین درې مياشتيز  راپور كښې وئېلي دي  په هند كښې  په مذهبي بنیادونو د  تشدد له امله  په تېرو دريو مياشتو كښې 16 مسلمانان ووژلے شول ۔   راپور كښې وئېلي شوي دي د  اګست  نه  تر اکتوبر هند كښې د  مسلمانانو خلاف  د جعلي پولیس مقابلو 118 پیښې رامخې ته شوي  دي چې پكښې 105 د بي جے پي  په واكمنۍ كښې په ايالت اترپردیش كښې رامخې ته شوي دي ۔ راپور كښې وئېلي شوي  هند د  18 ايالتونو او د  مرکز تر انتظام لاندې سيمو كښې د  ووټر لسټونو څخه   د 6 کروړه  16 لاکھه مسلمانانو  نامې خارج كړې شوي دي  ۔ راپور تر مخه  د هند په ايالتونو  كښې د  مسلمانانو څخه په زور د هندوتوا چغې وهلو او د تذلیل  په درځنونو پیښې رامخې ته شوي دي۔

مزید خبریں