اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د وړومبۍ مېرمن بي بي آصفه بھټو زرداري په امر د بريسټ کينسر خبرتيا كلن كمپائن "پنکټوبر" په لړ كښې ايوان صدر، وزيراعظم سيکرټريټ، سپريم کورټ آف پاکستان، د پارلمان وداني او د کابينه سيکرټريټ پشمول مهمي سرکاري وادانۍ به نن او سبا ماښام (19 او 20 اکتوبر) په ګلابي رڼاګانو منور كولې شي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ …
مهمي سرکاري ودانۍ به د بريسټ کينسر په اړه د خبرتيا كمپائن “پنکټوبر” په لړ كښې نن او سبا په ګلابي رڼاګانو منور وي

مزید خبریں
اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د وړومبۍ مېرمن بي بي آصفه بھټو زرداري په امر د بريسټ کينسر خبرتيا كلن كمپائن “پنکټوبر” په لړ كښې ايوان صدر، وزيراعظم سيکرټريټ، سپريم کورټ آف پاکستان، د پارلمان وداني او د کابينه سيکرټريټ پشمول مهمي سرکاري وادانۍ به نن او سبا ماښام (19 او 20 اکتوبر) په ګلابي رڼاګانو منور كولې شي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخواو د جاري بيان له مخې د دې اقدام مقصد اولس د بريسټ کينسر په اړه خبرتيا زياتول، د رنځ په وخت د تشخيص اهميت رامخې ته كول او اولس ته په سمدستي توګه طبي مشوره اخستو ترغيب وركول دي٬ دوه ورځې به سركاري ودانے د ماښام 7 بجو نه تر شپې يوولس بجو په ګلابي رڼاګانو منور وي چې د لارې به ېې دا پيغام رامخې ته كولې شي چې خبرتيا اوپه وخت تشخيص د قيمتي ځانونو په ساتلو كښې اهم كردار لوبولې شي









