د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېف بي آر چارو په اړه د جاج اخستلو غونډه، په اېف بي آر كښې د اصلاحات او د فېس ليس نظام نفاذ د تندولو امر

اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په اېف بي آر كښې د اصلاحاتو رفتار تېزولو او ټيکس وصولۍ په څانګو كښې فيس ليس نظام نفاذ تندولو امر كولو سره ووئيل چې په ايف بي آر كښې اصلاحات د نتيجې وړ جوړولو لپاره ټيکنالوجي، موثر تربيه، سپېځلتيا او ځواب وركولو ته دې خاص پام وكړئ شي، اېف بي آر كښې د بدعنوان عناصرو په ضد د …

اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په اېف بي آر كښې د اصلاحاتو رفتار تېزولو او ټيکس وصولۍ په څانګو كښې فيس ليس نظام نفاذ تندولو امر كولو سره ووئيل چې په ايف بي آر كښې اصلاحات د نتيجې وړ جوړولو لپاره ټيکنالوجي، موثر تربيه، سپېځلتيا او ځواب وركولو ته دې خاص پام وكړئ شي، اېف بي آر كښې د بدعنوان عناصرو په ضد د فرق نه غېر دې كاررواوئي وكړئ شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د فېډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) د چارو په اړه د جاج اوونيزه غونډه شوې٬ په غونډه كښې وزيراعظم په اېف بي آر كښې د اصلاحاتو رفتار تندولو امر كولو سره ووئيل چې په اېف بي آر كښې د جاري اصلاحاتو ابتدائي نتيجې د ډاډ وړ دي، په ټيکس ګېپ قابو موندلو لپاره د اېف بي آر د كار استعداد كښې دې مسلسل بهتري راوستلې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې په ايف بي آر كښې اصلاحات د نتيجې وړ جوړولو لپاره ټيکنالوجي، موثر تربيه، سپېځلتيا او ځواب وركولو ته دې خاص پام وكړې شي۔ ده د ټېکس وصولۍ په څانګو كښې د فيس ليس نظام نفاذ تندولو امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل چې د اېف بي آر د افسرانو ذمه واري ده چې ھغوي دې د قام د توقعاتو له مخې خپله كاركردګي بهتر كړي، جاري اصلاحات د رياست په پراخه ګټه دي٬ دا عمل به په هر صورت كښې جاري وي۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې  په اېف بي آر كښې د بدعنوان عناصرو په ضد د فرق نه غېر دې كاررواوئي وكړې شي، وزيراعظم ووئيل خپلې رويې او كاركردګي ښه كومكو افسرانو او عملے ته دې د اصلاح موقعې وركړې شي او د بدعنواني او ناقص کارکردګۍ سلسله جاري ساتونكو لپاره په اداره كښې به ځائ نه وي۔ غونډه په اېف بي آر كښې د جاري اصلاحات تازه پېشرفت او تر اوسه د نتيجو نه خبر كړې شوه۔ غونډه ته په اېف بي آر كښې د ټيکنالوجۍ، د كار نظام او د افرادي قوت په څانګو كښې په جاري اصلاحاتو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې په تېرو دريو كالو كښې د اصلاحاتو په نتيجه كښې د ټيکس ګېپ اندازه د چي ډي پي 6 فيصده څخه كمېدو سره 5 فيصده پاتې شوې ده، د ټيکنالوجۍ موثره استعمال څخه د ايف بي آر افسرانو صوابديدي اختياراتو كښې ډېر كمې راغلے دے۔ بريفنګ كښې دا هم ووئيل شول چې د اېف بي آر نوے افسرانو ته په لمز (LUMS) كښې تربيه وركولې كېږي او د وړاندې نه وظيفه ترسره كوونكو افسرانو لپاره د ملازمت په مهال د تربيې پروګرام هم جاري دے، د افسران د کارکردګۍ جانچ لپاره پيئر ريټنګ سسټم  نافذ كړې شوې ، د اېف بي آر د آډټ د كار استعداد كښې اضافې لپاره 957 آډيټرز د تھرډ پارټي آډيټرز  په توګه د ميرټ  په بنياد په کنټريکټ تعينات كړې شوې دي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د تھرډ پارټي آډيټرز تعيناتۍ څخه د اېف بي آر آډټ د كار استعداد كښې څلور چنده اضافه شوې ده، د اېف بي آر په لويه كچه په تکنيکي بنيادونو تنظيمِ نو جاري دے، د مهارت لرونكې تکنيکي افرادي قوت بھرتي او کارکردګۍ څخه پېوست د مراعاتو نظام متعارف كړے شوے دے۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، عطاء الله تارړ، وزير مملکت بلال اظهر کياني، اټارني جنرل منصور اعوان او نور لوړ پورو ګډون كولو۔

مزید خبریں