اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د لائیو سټاک اېنډ ډېری ډوېلپمنټ بورډ د بيا تنظيمولو امر كولو سره وئيلي دي د لائیو سټاک څانګې پرمختګ لپاره نجي څانګه بايد وړاندې راشي۔ د ګل په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د لائيو سټاك څانګه كښې د روانو اصلاحاتو په اړه د اعلی كچې غونډه …
وزیراعظم شهباز شریف د لایوسټاک او ډېري پرمختیایي بورډ د بیا تنظیمولو امر وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د لائیو سټاک اېنډ ډېری ډوېلپمنټ بورډ د بيا تنظيمولو امر كولو سره وئيلي دي د لائیو سټاک څانګې پرمختګ لپاره نجي څانګه بايد وړاندې راشي۔ د ګل په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د لائيو سټاك څانګه كښې د روانو اصلاحاتو په اړه د اعلی كچې غونډه وشوه۔ وزیراعظم شهباز شریف د لایوسټاک او ډېري پرمختیایي بورډ د بیا تنظیمولو امر وكړو۔ وزیراعظم ووئيل په لائیو سټاک اېنډ ډېری ډوېلپمنټ بورډ كښې د نجي څانګې كارپوهان شاملولو سره دا يو مؤثره او فعاله اداره كښې بدله كړې شي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت به ډنګرو لپاره په قومي كچه د عصري او مؤثر وېكسين پېداوار پلانټ خپلو وسائلو سره جوړ كړي۔ وزیراعظم په نېشنل اېګرېكلچرل ريسرچ سېنټر كښې د ډنګرو د وېكسين پلانټ جوړولو حوالې سره د تګلارې يوه اونۍ كښې د وړاندې كولو هدايت هم وكړو۔ غونډه كښې وزيراعظم ته د لائيو سټاك څانګه كښې د اصلاحات او دې څانګې سره تړون لرونكو برآمدات كښې اضافې لپاره د اقدامات په پیشرفت بريفنګ وركړې شو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو رانا تنویر حسېن، احسن اقبال، اعظم نذیر تارړ، ډاکټر مصدق مسعود ملک، احد خان چیمه، جام کمال خان، وزیر مملکت بلال اظهر کیانی او د اړوندو ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔









