د پارلېمنټېرینز پاسپورټونه جاري کولو لپاره هېڅ ډول این او سي یا مخکنۍ منظوري نه ده غوښتل شوې: وزير مملكت سېنېټر طلال احمد چوهدري

اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی) د کورنیو چارو وزير مملکت سېنېټر طلال احمد چوهدري ویلي دي چې د پارلېمنټېرینز د پاسپورټونو د جاري کولو لپاره هېڅ ډول این او سي یا مخکنۍ منظوري نه ده غوښتل شوې، بلکې یوازې د هغوی د حېثيت د تصديق تګلاره لا مؤثر كولو له د وېريفكېشن عمل لوړې کچې ته لېږلې شوې دې۔ د ګل په ورځ په سېنېټ کښې د وېنا په مهال هغه …

اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی) د کورنیو چارو وزير مملکت سېنېټر طلال احمد چوهدري ویلي دي چې د پارلېمنټېرینز د پاسپورټونو د جاري کولو لپاره هېڅ ډول این او سي یا مخکنۍ منظوري نه ده غوښتل شوې، بلکې یوازې د هغوی د حېثيت د تصديق تګلاره لا مؤثر كولو له د وېريفكېشن عمل لوړې کچې ته لېږلې شوې دې۔ د ګل په ورځ په سېنېټ کښې د وېنا په مهال هغه وویل چې د پارلمان د غړو د پېژندنې او حېثيت تصديق نظام وړاندې څخه موجود و بياهم داعمل لا بهتر كړې شوې دې۔ دغسې چې اړوند تصديق په اعلی كچه وكړې شي۔ هغه دا خبره په ډاګه كړه چې د دې ګام مقصد د این او سي یا د منظورتیا كومې نوې شرط لګول نه دي۔طلال احمد چوهدري زیاته کړه چې د پارلمان د غړو تر 28 کلونو پورې عمر لرونکو بچو ته د پاسپورټونو د ورکولو په اړه له کمېټې او د پارلماني ګوندونو له مشرانو سره مشاورت شوې دې۔ده ووئيل په دې اړه به حكومت په خپله قانون سازي كوي۔ دا ووئيل دا تاثر سم نه دې چې پارليمنټېرينز تاحيات د پاسپورټ سهولت څخه محروم كولې شي۔ هغه باور وركړو چې د سېنېټ چيئرمېن او غړو لخوا پورته كړی شوې تحفظات نظر كښې نيولو سره تګلاره لا آسانولې شي دغسې چې پارلېمنټېرینز پاسپورټ ترلاسه كولو كښې كومو ستونزو سره مخ نه شي

مزید خبریں