اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ ويلي سېنېټ د ايوان وفاق دے او د هغې د ښه پارليماني روايات او وقار تحفظ د ټولو غړو ذمه واري ده، مشکل وخت كښې د انسان د ظرف او کردار امتحان وي،دې لپاره بايد ټول غړي خپل طرز عمل سره پارليماني روايات برقرار وساتي۔د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې …
د سېنېټ د ښه پارليماني روايات او وقار تحفظ د ټولو غړو ذمه واري ده۔سېنېټر اعظم نذير تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ ويلي سېنېټ د ايوان وفاق دے او د هغې د ښه پارليماني روايات او وقار تحفظ د ټولو غړو ذمه واري ده، مشکل وخت كښې د انسان د ظرف او کردار امتحان وي،دې لپاره بايد ټول غړي خپل طرز عمل سره پارليماني روايات برقرار وساتي۔د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د خيالاتو څرګندوني سره ده ووئيل د سياسي چارو حل لپاره آئيني تګلاري سره سره د سياسي حل ګنجائش هم وي۔ پارليماني غړو د خبرو اترو كاميابولو لپاره هڅي كړي خو د ځيني سياسي عناصرو په وجه دغه هڅي کاميابې نه شوي۔









