په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج مقصد معدنیات نه، بلکې امن او د ولس تحفظ دی: د بيرسټر عقيل ملك او اختيار ولي خان پرېس کنفرنس

اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وزير مملکت بيرسټر عقيل ملك او د وزيراعظم خېبر پښتونخوا لپاره د اطلاعاتو کوآرډينيټر اختيار ولي خان دا خبره په ډاګه كړې ده چې په خېبر پښتونخوا كښې د ايمرجنسي او ګورنر راج نفاذ  په معدني وسائلو قبضې لپاره نه بلكې په صوبه كښې د امن بحالۍ، د سکيورټي چيلنجز مخنيوي او د اولس د ځان او مال تحفظ …

اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وزير مملکت بيرسټر عقيل ملك او د وزيراعظم خېبر پښتونخوا لپاره د اطلاعاتو کوآرډينيټر اختيار ولي خان دا خبره په ډاګه كړې ده چې په خېبر پښتونخوا كښې د ايمرجنسي او ګورنر راج نفاذ  په معدني وسائلو قبضې لپاره نه بلكې په صوبه كښې د امن بحالۍ، د سکيورټي چيلنجز مخنيوي او د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره ضروري شوې ٶ، د جے يو آئي مشر مولانا فضل الرحمٰن د معدنياتو پحقله بيانيه د حقيقت برعکس او په بې بنسټه تورونو اډانه ده۔ د ګل په ورځ ګډ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې دواړو مشرانو ووئيل چې د پارليمان دواړو ايوانونو ګډه غونډه كښې د آئين آرټيکل 232 او 234 له مخې د تفصيلي مباحثې نه ورسته په يوه خله دا آئيني اقدام منظور كړې خو د افسوس خبره ده چې د درې ورځو خاموشۍ نه وروسته دا قامي معامله د يو قصداً سازش او بې بنسټه پروپېكنډے ښكار كولو هڅه شوې۔ بيرسټر عقيل ملك ووئيل صوبائي حکومت د خپلو آئيني ذمه وارو نه په بشپړه توګه سرغړونه كړې وه او واحد فوکس ئې په پرلتو، لانګ مارچ او تصادم ٶ۔  ده شمېرې وړاندې كولو سره واضح كړه چې تر كال 2010 په صوبه كښې د مائننګ 482 ليزز يا کنسيشنز ٶ كوم چې تر 2020 زياتېدو سره 1,762 شول، تر فروري 2024 دا شمېره 3,962 او تر اکتوبر 2026 4,917 تره رسېدلې دي۔ ده ووئيل چې د 482 نه تر 4,917 دا غېر معمولي اضافه د پي ټي آئي په تېرو 13كالو كښې شوې٬ دې لپاره په وفاق د معدنياتو د قبضے يا د امريكې پشمول غېر ملكي قوت ته د لائسنس وركولو تور بېخي بې بنسټه او په دروغو اډانه دے، تور لګوٶنكي دې د قام په وړاندې يو ثبوت يا دستاويز وړاندې كړي۔ بيرسټر عقيل ملك ووئيل چې مولانا فضل الرحمٰن خپله د پارليمان په فلور اعتراف كړے ٶ چې زما د آبائي سيمې ډي آئي خان پشمول د صوبې په يو شمېر ضلعو كښې د ماښام نه پس د رياست رټ نه وي  او تهاڼې غېر فعاله شوې دي، سکيورټي فورسز، پوليس او د  وګړو هره ورځ شهادتونه كېدل، او د پارليمان په مشترکه غونډه كښې په دې اهمه مسئله بحث راون ٶ نو مولانا خپله د ايوان نه غېر حاضر ٶ او د دوي يو غړي هم تر دغه وخت يو تور نه ٶ لګولے، وفاق آئيني تقاضو سره سم د اولس تحفط لپاره دا قدم اخستې او 11 كسيزه ايډوائزري کونسل د صوبې د معاملو بهترۍ له كار كوي۔ د وزيراعظم کوآرډينيټر اختيار ولي خان ووئيل چې د صوبې پخواني حکومت يو شمېر ضلعې د ترهګرو په رحم و کرم پرېښې وې او پوليس په هړتال تللو له مجبور شوې۔ ده ووئيل چې مولانا فضل الرحمٰن د قامي كچې يو سينئر لارښو دے بايد د دا ډول بيانونو څخه ډډه وكړي چې ورسره د صوبې د اولس او شهيدانو د كورنيو زړونو ته ازار رسي۔ اختيار ولي خان واضح كړه چې د معدني وسائلو نه ډكې ضلعې ، سوات، مالاکنډ، هزاره او کوهاټ كښې ايمرجنسي نه ده نافذ كړې شوې د دې نه دا برېښي چې د ګورنر راج مقصد معدنيات نه بلكې صرف اور صرف د بدامنۍ ختمول دي۔ اختيار ولي خان ووئيل د صوبې بيا رغونې او پرمختګ لپاره ټول سياسي قيادت له د ذاتي اختلافاتو نه پرته بايد رياستي ادارو او پاك پوځ سره اوږه په اوږه ودرېږي ځكه چې د امن بحالۍ نه غېر د صوبې او اولسي خېر ښېګړه ممكنه نه ده۔

مزید خبریں