اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير (پاور ډويژن) سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف لخوا ډي جي خان ايئرپورټ نړيوالو پروازونو لپاره د اپ ګريډ کولو په اعلان كار پېل شوے دے، د 5.5 اربه روپو په ګښت به د ايئرپورټ پراختيا منصوبه جنوري 2028 كښې بشپړېږي۔ د ډي جي خان ايئرپورټ د پراختيا منصوبې جاج په موقع ده …
د وزيراعظم لخوا ډي جي خان ايئرپورټ نړيوالو پروازونو لپاره د اپ ګرېډ كولو په اعلان كار پېل شوے دے: د توان وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير (پاور ډويژن) سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف لخوا ډي جي خان ايئرپورټ نړيوالو پروازونو لپاره د اپ ګريډ کولو په اعلان كار پېل شوے دے، د 5.5 اربه روپو په ګښت به د ايئرپورټ پراختيا منصوبه جنوري 2028 كښې بشپړېږي۔ د ډي جي خان ايئرپورټ د پراختيا منصوبې جاج په موقع ده ووئيل د ايئرپورټ د رن وے پراختيا پشمول په بېلو چارو پېشرفت روان دې۔ په دې موقع وفاقي وزير د رن وے د پراختيا كار معائنه وكړه او په منصوبې د جاري پېشرفت ئې جاج واخست۔ ده ووئيل چې ايئرپورټ نړيوالو پروازونو لپاره اپ ګريډ كېدو سره به د سيمې اولس ته د سفر سهولتونه ترلاسه شي او په سوئيلي پنجاب كښې به د پرمختګ او سوكالۍ نوې موقع پېدا شي۔ د دې نه وړاندې د سول ايوي ايشن اتھارټي پراجيکټ ډائريکټر وفاقي وزير ته د ائير پورټ د پراختيا په منصوبه بريفنګ وركړو او دوي ته ېې شيلډ هم وړاندې كړو۔ وفاقي وزير د ائير پورټ پراختيا منصوبې په موقع د شجر کارۍ كمپائن په لړ كښې بوټې نال كړو او دعا ئې وكړه۔ په دې موقع د قامي اسبملۍ غړې سردار عمار لغاري، صوبائي غړې علي يوسف لغاري، پخواني صوبائي غړي سردار يوسف لغاري او عليم شاه هم موجود و۔










