اسلام آباد 19 اکتوبر(اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) حکومتي مشرانو کونسل (سي اېچ جي) غونډه كښې د پاکستاني پلاوي مشري كولو لپاره د تاجکستان پايه تخت دوشنبې ته ورسېد۔ د خارجه دفتر وياند بيان له مخې دوشنبے ته په رسيدو د تاجکستان د توان او اوبو وسائلو وزير او پاکستان-تاجکستان شريك کمېشن چيئرمېن دلير جمعه، تاجکستان كښې د …
خارجه وزير اسحاق ډار د اېس سي او حكومتي مشرانو غونډه كښې د پاکستاني پلاوي مشري كولو لپاره دوشنبے ته ورسيد

مزید خبریں
اسلام آباد 19 اکتوبر(اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) حکومتي مشرانو کونسل (سي اېچ جي) غونډه كښې د پاکستاني پلاوي مشري كولو لپاره د تاجکستان پايه تخت دوشنبې ته ورسېد۔ د خارجه دفتر وياند بيان له مخې دوشنبے ته په رسيدو د تاجکستان د توان او اوبو وسائلو وزير او پاکستان-تاجکستان شريك کمېشن چيئرمېن دلير جمعه، تاجکستان كښې د پاکستان سفير عرفان احمد، اېس سي او لپاره د پاکستان قومي رابطه کار خليل هاشمي او تاجك حکومت سينئر چارواكو د نائب وزيراعظم هركلې وكړو۔ د اېس سي او حکومتي مشرانو کونسل غونډه په 19 او 20 اکتوبر 2026ء کيږي۔ نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار د تاجکستان وزيراعظم قاهر رسول زاده په بلنه دا دوره كوي۔ د اېس سي او حکومتي مشرانو کونسل غونډه كښې به د بېلاروس، چين، قازقستان، کرغزستان، روس، تاجکستان او ازبکستان وزيراعظمان، ايران نائب صدر او د هند خارجه وزير د خپلو خپلو هېوادونو نمائندګي کوي۔ د سي اېچ جي شنګھائي مرستي تنظيم دويم تر ټولو اعلیٰ فېصله ساز اداره ده كومه چې د تنظيم اقتصادي، مالياتي، تجارت، رابطه کاري، کاروبار، سماجي و اقتصادي مرستي او بجټ په اړه چارو كښې رهنمائي كوي۔ د دورې په مهال به نائب وزيراعظم د تاجکستان صدر٬ وزيراعظم او د شنګھائي مرستي تنظيم غړو هېوادونو خپلو همڅنګو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔









