اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی) د هېواد په 97 غوره كړې شويو ضلعو كښې به د نومبر له 2 مې تر 8 مې نېټې د پوليو مخنيوي كمپاين پېل شي۔ د كمپاين په مهال به 5 كاله څخه د كم عمر 2 كروړه 39 لکه څخه زياتو كوچنيانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو قطرې وركولې شي۔ د نېشنل اېمرجنسی آپرېشنز سېنټر (اېن ای او سی) له مخې د 13 …
د هېواد په 97 غوره كړې شویو ضلعو کښې به د نومبر له 2مې تر 8مې پورې د پولیو مخنيوي كمپاين پېل شي : اېن اي او سي

مزید خبریں
اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی) د هېواد په 97 غوره كړې شويو ضلعو كښې به د نومبر له 2 مې تر 8 مې نېټې د پوليو مخنيوي كمپاين پېل شي۔ د كمپاين په مهال به 5 كاله څخه د كم عمر 2 كروړه 39 لکه څخه زياتو كوچنيانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو قطرې وركولې شي۔ د نېشنل اېمرجنسی آپرېشنز سېنټر (اېن ای او سی) له مخې د 13 غوره كړې شوو ضلعو كښې به 92 لکه 78 زره څخه زياتو ٬ د سندھ 20 ضلعو كښې 68 لكھه 83 زره څخه زياتو ٬ د خېبر پښتونخوا 27 ضلعو كښې 48 لکه 8 زره څخه زياتو او د بلوچستان 31 ضلعو كښې 22 لکه 17 زره څخه زياتو كوچنيانو ته څاڅكي وركولې شي۔ په اسلام آباد كښې به 4 لکه 47 زره څخه زياتو ٬ د ګلګت بلتستان 3 ضلعو كښې يو لك 53 زره څخه زياتو او د آزاد كشمير 2 ضلعو كښې يو لك 83 زره څخه زياتو كوچنيانو ته پوليو څخه د بچ كولو څاڅكي وركولو هدف ټاكلې شوې دې۔ د نېشنل ای او سی له مخې كوچنانو ته پوليو څخه خوندي سباؤن وركول زمونږ د ټولو ګډه ذمه واري ده۔









