اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي حکومت به زده كوونكو ته د معياري تعليم او عصري ټېکنالوجۍ آساني وركولو لپاره ټول ضروري وسائل كاروي، د تعليم وزارت او ګوتھ اے آئي همكارۍ سره به ګرد هېواد كښې زده كوونكي ، استاذان او نوې كول د پرمختګ نوې امكانات ترلاسه كړي ٬ عصري تدريسي تګلارو سره به د تعليم په څانګه كښې د لا بهترۍ …
مصنوعي ذهانت او عصري ټېکنالوجي به زده كوٶنكو او استاذانو له د پرمختګ نوې موقعې رامخې ته كړي، د وزيراعظم د تعليم وزارت ګوتھ اے آئي سره د همكارۍ په مفاهمتي يادښت د لاسليك دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي حکومت به زده كوونكو ته د معياري تعليم او عصري ټېکنالوجۍ آساني وركولو لپاره ټول ضروري وسائل كاروي، د تعليم وزارت او ګوتھ اے آئي همكارۍ سره به ګرد هېواد كښې زده كوونكي ، استاذان او نوې كول د پرمختګ نوې امكانات ترلاسه كړي ٬ عصري تدريسي تګلارو سره به د تعليم په څانګه كښې د لا بهترۍ موقعې ولټولې شي ٬ دانش سکول د تعليمي انقلاب راوستلو او د معياري تعليم وركولو بشپړه صلاحيت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تعليم وزارت او ګوتھ اے آئي ترمېنځه د مرستې په مفاهمتي يادښت د لاسليك دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف د ګوتھ اے آئي لخوا پاکستان ته په ابتدائي توګه د 4 زره تعليمي سبسکرپشنز وركولو د اعلان ستائنه كولو سره ووئيل په دې كښې به زر سبسکرپشنز دانش سکول كري او د اسلام آباد استاذانو لپاره بېلولې شي۔ وزيراعظم د ګوتھ اے آئي د ډلې مننه كولو سره هيله څرګنده كړه چې دا مرسته به ترقۍ او سوكالۍ پلو يو مثبت پېشرفت ثابت شي۔ ده د دانش سکول استاذان مخاطب كولو سره ووئيل چې د سکول د دورې په مهال ځېنې استاذانو سره ملاقات شوې ٶ خو زه بايد ټولو استاذانو سره ملاقات وكړم۔ وزيراعظم د سکول د پرنسپل د تعيناتۍ ذکر كولو سره ووئيل چې ھغه دې لپاره پرنسپل غوره كړې شوې چې ھغه يو قابل شخصيت دے او په دانش سکول کري كښې د تعليمي انقلاب راوستلو بشپړه صلاحيت لري او زه پوخ باور لرم چې د دانش سکول زده كوٶنكي به د ښه كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔ وزيراعظم ووئيل په دانش سکول کري كښې زده كوونكو ته نه يوازې ټولې ضرورري اسانۍ وركولې شي بلكې دا آسانۍ د ھغه تعليمي ډھانچې څخه هم بهتر دي كومه چې ما په پنجاب كښې جوړه كړې وه۔ زده كوونكي مخاطب كولو سره ده ووئيل چې پروردګار دوي ته په يوه غوره تعليمي اداره كښې د زده كړو ترلاسه كولو موقع وركړې ده او په دې كښې د دوي د مور پلار د دعاګانو هم اهم كردار دے، په سکول كښې خوراك، استوګنه، بورډنګ او لاجنګ، مفت يونيفارم، اي لائبريري او د نورو ليبارټرو په شمول ټول ضروري سهولتونه موجود دي۔ ده زده كوٶنكو له باور وركړو چې د دوي تعليم او اختيار مند جوړولو لپاره د وسائلو كمې به نه راځي او د دوي بهتر سباٶن لپاره به ټول ضروري وسائل كارولې شي۔ په دستوره كښې وفاقي وزيرانو عطاء تارړ، شزا فاطمه خواجه، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان، وزيرمملکت وجيهه قمر،د ګوتھ اے آئي سي اي او او د دانش سکول کري اسلام آباد پرنسپل پشمول زده كوٶنكو او استاذانو ګډون كولو۔










