د كارساز پېښې د شهيدانو قربانۍ د قومي تاريخي روښانه باب دي: بلاول بھټو زرداري

اسلام آباد۔18اکتوبر(اے پی پی) د پاکستان پیپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداری د كارساز پېښې شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي 18 اكتوبر د هېواد د تاريخ يوه توره ورځ ده۔ د پي پي پي ميډيا سېل لخوا جاري شوي بيان كښې بلاول بھټو زرداري ووئيل چې د شهيدې محترمې بېنظير بھټو هېواد ته بېرته د راتللو په موقع د ترهګرۍ د لارې د هغې د هدف جوړولو …

اسلام آباد۔18اکتوبر(اے پی پی) د پاکستان پیپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداری د كارساز پېښې شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي 18 اكتوبر د هېواد د تاريخ يوه توره ورځ ده۔ د پي پي پي ميډيا سېل لخوا جاري شوي بيان كښې بلاول بھټو زرداري ووئيل چې د شهيدې محترمې بېنظير بھټو هېواد ته بېرته د راتللو په موقع د ترهګرۍ د لارې د هغې د هدف جوړولو بزدلانه هڅه وكړې شوه۔ ده ووئيل د كارساز پېښې د شهيدانو وينه ګواهي وركوي چې ترهګري ٬ انتها خوښي او تشدد جمهوريت لپاره د پيپلز ګوند عزم كمزورې كولې نه شي۔ بلاول بھټو زرداری زياته كړه چې د كارساز پېښې د شهيدانو قربانۍ د قومي تاريخ روښانه باب دي۔ قام به هغه ټول عمري له ياد ساتي۔ بلاول بھټو زرداري د اولس د حكمرانۍ او د جمهوري اقدارو د تحفظ هڅې جاري ساتلو عزم پخلي كولو سره د كارساز پېښې شهيدانو له د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔

مزید خبریں