اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) د نائب وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سناتور اسحاق ډار د اقتصادي همکارۍ تنظيم (ای سي او) د وزیرانو كونسل راتلونکې غونډې چمتووالي جاج اخيستلو له د يوې غونډې مشري وكړه۔ دا غونډه به په 15 او 16 نومبر اسلام آباد كښې كيږي۔ د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، نائب وزير اعظم غونډې لپاره وړاندیز شوې پروګرام …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه ٬ د اي سي او د وزيرانو كونسل رارروانې غونډې چمتوالي جاج واخېستل شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) د نائب وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سناتور اسحاق ډار د اقتصادي همکارۍ تنظيم (ای سي او) د وزیرانو كونسل راتلونکې غونډې چمتووالي جاج اخيستلو له د يوې غونډې مشري وكړه۔ دا غونډه به په 15 او 16 نومبر اسلام آباد كښې كيږي۔ د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، نائب وزير اعظم غونډې لپاره وړاندیز شوې پروګرام او ترتیبات وڅیړل۔ اي سي او سره د پاکستان د پېستون په اهمیت ټینګار کولو سره هغه ټولو اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې په وخت سره چمتووالی او نزدې همغږي باوري کړي دغسې چې غونډه بریالیتوب سره ترسره شي او ګټورې خبرې اترې او مثبتې پایلې ترلاسه شي۔په غونډه کښې د وزيراعظم خصوصي مرستیال طارق باجوه، د بهرنیو چارو وزارت سېکتر عاصم افتخار احمد او د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړو چارواکو ګډون وكړو









