پېښور كښې د نجي سكول چھت راپرېوتو پیښه كښې د قيمي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كوم: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پېښور په دير كالونۍ سيمه كښې د نجي سكول چھت راپرېوتو پېښې په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ وزيراعظم د زيارت په ورځ په اېكس خپل پوسټ كښې ووئيل زما زړه ددې دړدېدلې پېښې ځپليو كورنيو سره دې۔ وزيراعظم ووئيل هغوي لپاره زه د صبر او حوصلې دعا كوم۔ هغه ووئيل …

اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پېښور په دير كالونۍ سيمه كښې د نجي سكول چھت راپرېوتو پېښې په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ وزيراعظم د زيارت په ورځ په اېكس خپل پوسټ كښې ووئيل زما زړه ددې دړدېدلې پېښې ځپليو كورنيو سره دې۔ وزيراعظم ووئيل هغوي لپاره زه د صبر او حوصلې دعا كوم۔ هغه ووئيل ما ګورنر فېصل كريم كنډي سره فوري تماس ونيولو او هغه څخه مې د پېښې بشپړ رپورټ غوښتلې دې۔ وزیراعظم ووئيل ما ژوبل شوو كوچنيانو او نورو وګړو ته د غوره طبي آسانۍ وركولو هدايت كړې دې۔ هغه ووئيل د پېښې د ټولو اړخونو جاج اغستو وروستو به د ذمه وارو خلاف د قانون له مخې كارروائي كولې شي۔