اسلام آباد۔15اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د پیښور په دیر کالونۍ سيمه كښې د يو شخصی سکول د ودانۍ راپرېوتو څخه د ګڼو ماشومانو په ځاني زيان د زيات غم درد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د سینیټ سیکرټریټ نه جاري بيان تر مخه چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د حق رسېلو ماشومانو كورنيو سره د زړه نه د خواخوږۍ څرګددونې كولو سره …
سید یوسف رضا ګیلاني د پیښور په سکول كښې د ودانۍ پرېوتو پېښه كښې د ماشومانو په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه
اسلام آباد۔15اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د پیښور په دیر کالونۍ سيمه كښې د يو شخصی سکول د ودانۍ راپرېوتو څخه د ګڼو ماشومانو په ځاني زيان د زيات غم درد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د سینیټ سیکرټریټ نه جاري بيان تر مخه چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د حق رسېلو ماشومانو كورنيو سره د زړه نه د خواخوږۍ څرګددونې كولو سره ووئېل د معصومه ماشومانو د مرګونو دا ډېره خفګاني او افسوسناکه پیښه ده ۔ ده ووئېل هغه د دې پیښې د غم جنو كورنيو په غم درد كښې برابر شريك دے۔سید یوسف رضا ګیلاني اړوند چارواكو ته ژوبل شوو ته د غوره طبي اسانيو وركولو امر سره ووئېل د دوي په درملنه كښې كومه بې غوري ونه كړئ ۔چیئرمین ووئېل د داسې خفګانې پیښو مخ نيوي له مؤثر اقدامات ضروري دي ، ده اړوند ادارو ته د تعلیمي ادارو د ودانيو حفاظت باوري كولو لپاره د مؤثر تګلارې اختیارولو ووئېل ۔ ده د حق رسېدلو ماشومانو بخښنې،د كورنيو لپاره د صبرِ او د ژوبل شوو ماشومانو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔






