کابل۔15اکتوبر (اے پي پي) د افغانستان په سوئېلي ولايت قندھار كښې د ټرک او مسافر بس په ټكر كښې 5 كسان په حق ورسېدل او 15 ژوبل شول ۔ د شنهوا تر مخه د ولايت ټریفک پولیس ډائریکټر محمد طاهر وئېلي دي دا پیښه د زيارت په ورځ سهار په دامان اولسوالۍ كښې هغه وخت رامخې ته شوه چې كله يو ټرک د مخالف اړخ نه راراون مسافر بس سره …
افغانستان ، د دوو ګاډو په ټكر كښې 5 كسان په حق ورسېدل ٬ 15 ژوبل
کابل۔15اکتوبر (اے پي پي) د افغانستان په سوئېلي ولايت قندھار كښې د ټرک او مسافر بس په ټكر كښې 5 كسان په حق ورسېدل او 15 ژوبل شول ۔ د شنهوا تر مخه د ولايت ټریفک پولیس ډائریکټر محمد طاهر وئېلي دي دا پیښه د زيارت په ورځ سهار په دامان اولسوالۍ كښې هغه وخت رامخې ته شوه چې كله يو ټرک د مخالف اړخ نه راراون مسافر بس سره ټكر شو د كوم په نتیجه كښې چې 5 كسان په حق ورسېدل او 15 ژوبل شول ، چې پكښې د ځينې حالت اندیښمند دے ۔ دغسې عهدیدار د پیښې په اړه نور تفصیلات ورنه كړل۔








