رےياض۔ 15 اكتوبر(اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په رياض كښې د عراق وزيراعظم علي الزيدي هر كلے وكړو۔ دا ملاقات په داسې وخت كښې شوے دے چې كله دواړه هېوادونه د سفارتي رابطې او د دوه اړخيزه اړيكو مضبوطولو لپاره هڅې كوي ۔ د ايس پي اے تر مخه ملاقات كښې په سيمه ايز صورتحال ٬ د منطقې په امنيت او د استحكام زياتولو …
د سعودي عرب خلاف بريدونو لپاره به عراق كله هم لانچ پېډ جوړ نه شي ٬ عراق
رےياض۔ 15 اكتوبر(اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په رياض كښې د عراق وزيراعظم علي الزيدي هر كلے وكړو۔ دا ملاقات په داسې وخت كښې شوے دے چې كله دواړه هېوادونه د سفارتي رابطې او د دوه اړخيزه اړيكو مضبوطولو لپاره هڅې كوي ۔ د ايس پي اے تر مخه ملاقات كښې په سيمه ايز صورتحال ٬ د منطقې په امنيت او د استحكام زياتولو په كوټلو هڅو خبرې وشوې۔ د عراق وزيراعظم د عراق د اړخه د رياض په شاه انټر نېشنل ايئر پورټ او په مملكت كښې د مهمو ځايونو په نخښه كولو د حوثيانو د بريدونو غندنه وكړه او دغه يې سيمه ايزې سلامتيا او د استحكام لپاره خطري وګرځول۔ هغه ووئېل عراق به خپله خاوره د مملكت يا د منطقې د نورو هېوادونو د سلامتيا لپاره د خطر جوړېدو هلو ځلو لپاره كله هم د لانچ پېډ په توګه د كارولو اجازه ورنه كړي۔








