رياض۔15 اكتوبر (اے پي پي ) د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان سره د اطاليا خپل هم منصب په ټېلې فون تماس نيولے دے ۔ د ايس پي اے تر مخه په دې مهال د اټاليا خارجه وزير د مملكت د سيمو په نخښه كولو په ړه د حوثيانو د بريدونو غندنه وكړه۔ د سعودي عرب سره د يو والي څرګندونې سره هغه او د هغوي د سلامتيا …
د اطاليا د اړخه د حوثيانو د بريدونو غندنه ٬ سعودي عرب سره د يو والي څرګندونه
رياض۔15 اكتوبر (اے پي پي ) د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان سره د اطاليا خپل هم منصب په ټېلې فون تماس نيولے دے ۔ د ايس پي اے تر مخه په دې مهال د اټاليا خارجه وزير د مملكت د سيمو په نخښه كولو په ړه د حوثيانو د بريدونو غندنه وكړه۔ د سعودي عرب سره د يو والي څرګندونې سره هغه او د هغوي د سلامتيا تحفظ په اړه د ګامونو د ملاتړ پخلے وكړو۔ هغه مملكت كښې د اطاليا وګړو پشمول د مېشته غېر ملكيانو تحفظ باروي كولو په اړه د سعودي چارواكو د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ دواړو خارجه وزيرانو په سيمه ايز او نړيوال صورتحال او د آبنائے هرمز او آبنائے باب المندب د لارې د ميري ټائم نيوګېشن د آزادۍ او د امنيت باوري كولو په هڅو خبرې وكړې ٬ دغسې چې ڼړيوال تجارت د روانې سره سيمه ايز امنيت او استحكام برقرار اوساتلے شي۔








