اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي چیئرمین بلاول بھټو زرداري د پیښور په شخصي سکول كښې د بام راپرېوتو پېښې په نتيجه كښې د طالب علمانو او استاذانو په حق رسېدو د غم درد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د زيارت په ورځ د میډیا سیل بلاول هاوس نه جاري بیان كښې بلاول بھټو زرداري ووئېل زه د پیښور په دير كالونۍ خفګانې پیښه ډېر دردېدلے يم …
بلاول بھټو زرداري د پیښور يو شخصي سکول كښې د طالب علمانو او استاذانو په حق رسېدو د غمرازۍ څرګندونه وكړه
اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي چیئرمین بلاول بھټو زرداري د پیښور په شخصي سکول كښې د بام راپرېوتو پېښې په نتيجه كښې د طالب علمانو او استاذانو په حق رسېدو د غم درد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د زيارت په ورځ د میډیا سیل بلاول هاوس نه جاري بیان كښې بلاول بھټو زرداري ووئېل زه د پیښور په دير كالونۍ خفګانې پیښه ډېر دردېدلے يم ،د حق رسېدلو طالب علمانو د مور و پلار د غم د شدت احساس لرو ۔ چیئرمین ووئېل انتظامیه دې خپلې هلې ځلې ګړندۍ كړي او د خاورو لاندې ګېرو كسانو راويستلو لپاره دې سمدستي ګامونه واخلي ۔ ده ووئېل لیډي ریډنګ هسپتال كښې د ژوبل شوو د درملنې لپاره دې مؤثر انتظامات وكړے شي۔








