پېښور كښی د نجي سكولو چھت راپرېوتو پېښه ٬ 22 كسان مړه ٬ ګڼ شمېر كوچنيان ژوبل ٬ رېسكيو آپرېشن روان دے ٬ ډپټي كمشنر پېښور انكوائري كمېټۍ جوړه كړه

پېښور ۔ 15 اکتوبر (اے پی پی) د پېښور دير كالونۍ سيمه كښې د يو نجي سكول د چھت راپرېوتو پېښې په نتيجه كښې 22 كسان مړه او يو شمېر نور كوچنيان ژوبل شوي دي۔ ریسکیو اهلکارو د ملبې لاندې راغلې كوچنيان او د سكول عمله راويستلو له د مرستې كارروايۍ پېل كړيدي۔ د اېل آر اېچ روغتون وياند اېم عاصم له مخې پېښې څخه وروستو تر دې دمه روغتون …

پېښور ۔ 15 اکتوبر (اے پی پی) د پېښور دير كالونۍ سيمه كښې د يو نجي سكول د چھت راپرېوتو پېښې په نتيجه كښې 22 كسان مړه او يو شمېر نور كوچنيان ژوبل شوي دي۔ ریسکیو اهلکارو د ملبې لاندې راغلې كوچنيان او د سكول عمله راويستلو له د مرستې كارروايۍ پېل كړيدي۔ د اېل آر اېچ روغتون وياند اېم عاصم له مخې پېښې څخه وروستو تر دې دمه روغتون ته د 22 كسانو مړي او 20 ژوبل شوي كسان منتقل كړې شوي دي۔ په حق رسېدلېو كسانو كښې يوه ښځينه ښوونكې هم شامله ده۔ په روغتون كښې بېړنې حالت نافذ كړې شوې دې۔ د ژوبل شوو حالت اندېښمن ښودلې شي۔ بلخوا د سي سي پي او پېښور مياں سعيد له مخې په پېښه كښې د ژوبل شوو شمېره 40 څخه زياته شوې ده۔ ډپټي كمشنر پیښور د پېښې سبب معلومولو له انكوائري كمېټي جوړه كړې ده۔