اسلام آباد 14 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف قامي تعمير و پرمختګ لپاره ترجيحي څانګو له د پورونو وركونكو بينكونو ډاډ ګېرنې سره ووئيل اپنا ګھر، ايس ايم ايز او زرعي څانګي نه پورونه په وخت وركول د هېواد د معيشت ودې لپاره ضروري دي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وزيراعظم اپنا ګھر سكيم، كوچني او د مينځنۍ درجې كاروبار …
د وزيراعظم قامي تعمير او پرمختګ لپاره ترجيحي څانګو ته د پورونو وركوونكو بينكونو ډاډ ګېرنه، اپنا ګھر، اېس ايم ايز او زرعي څانګي له د پورونو په وخت وركړه د هېواد د معيشت ودې لپاره ضروري ده :وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 14 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف قامي تعمير و پرمختګ لپاره ترجيحي څانګو له د پورونو وركونكو بينكونو ډاډ ګېرنې سره ووئيل اپنا ګھر، ايس ايم ايز او زرعي څانګي نه پورونه په وخت وركول د هېواد د معيشت ودې لپاره ضروري دي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وزيراعظم اپنا ګھر سكيم، كوچني او د مينځنۍ درجې كاروبار او زرعي څانګي لپاره د پورونو وركولو او تر مالي وسائلو رسني په اړه د اعلیٰ پائې غونډه وشوه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم قامي تعمير و پرمختګ لپاره دغه ترجيحي څانګو له پور وركولو كښې په زړه پوري برخې اغستونكو بينكونو ډاډګيرنه وكړه۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې كومو بينكونو په دې اړه كاركردګي تر اوسه غير تسلي بخش ده هغه دې خپله كاركردګي ښه كړي دغسې چې هغوي ته هم د حكومت د اړخه ډاډګيرنه ترلاسه شي۔ وزيراعظم اړوندو وزارتونو، سيكرټريز او سټيټ بينك ته ايس ايم ايز، زراعت او هاؤسنګ فنانس څانګو سره تړون لرونكو سټيك هولډرز سره د مشاورت سپارښتنس كولو سره ووئيل د روانو سكيمونو لا ښه ٬ موثره او د نتيجې وړ جوړولو لپاره د اړوندو سټيك هولډرز تجاويز ترلاسه كړئ۔ده مشاورتي عمل د رواني مياشت تر آخر بشپړولو سره د سفارشات وړاندې كولو هم سپارښتنه وكړه۔ وزيراعظم د غير فعاله پاسكو ګودامونو او د سائلوز د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ترمخه چلولو سپارښتنې سره ووئيل د دغه ګودامونو او سائلوز دې د نجي څانګي په مرسته كروندګرو له د تخمونو په محفوظ ډول ذخيره كولو استعداد زيات كړے شي۔ وزيراعظم د الائيډ بينك د غلې ذخيرې كولو ګودامونو جوړولو او ذخيره شوو تخمونو په عوض كروندګرو له د پور وركولو ماډل ستائنې كولو سره دغه ماډل د نجي څانګي د شموليت د لارې د پراخه كولو سپارښتنه وكړه۔ وزيراعظم د ډويلپرز فنانس په اړه د كمېټۍ سفارشات ته زر تر زره حتمي شكل وركولو سره دوړاندې كولو هم امر وكړه۔په غونډه كښې هاؤسنګ، زرعي څانګي او كوچني و مينځنۍ درجے كاروباري ادارو له د قرضو وركولو شميره وړاندې كړه۔په غونډه كښې د وركړې شوي بريفنګ له مخې د بينكونو د اړخه درې ترجيحي څانګو لپاره اداره جاتي استعداد زياتيږي، ډويلپرز فنانس ودې لپاره كار روان دے او په دې لړ كښې يوه كمېټي هم جوړه شوي، د وزيراعظم اپنا ګھر سكيم ترمخه تر اوسه د 448 اربه روپو 75 زره 198 پورونه منظور شوي۔ بريفنګ كښې ووئيل شول تر اوسه 14 زره كسانو له 76 اربه روپۍ جاري كړې شوي،سږ كال 125,000 رهائشي يونټس لپاره 700 اربه روپۍ پور د وركولو هدف ټاكلے شوے، د هاوسنګ فنانس په اړه په درخواستونو د كارروائي وخت تر 15 كاروباري ورځو محدود كړے شوے، هاؤسنګ فنانس لپاره د دستاويزات شميره 25 څخه 5 ته راوستلې شوې۔ بريفنګ له مخې زرعي څانګي لپاره د پور مجموعي حجم 1352 اربه روپۍ دے چې ترې 34 لكهه 55 زره كسانو استفاده كړي ، د ايس ايم اي څانګي 3 لكهه 52 زره څخه زياتو كاروباري كسانو له 1,137 اربه روپۍ پور وركړے شوے ، تر جون 2027 د اېس ايم اي څانګي د پورونو حجم 1,500 اربه روپۍ او د ترلاسه كوونكو كاروباري ادارو د شميري هدف 5 لكهه 75 زره مقرر شوے۔ ۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو رانا تنوير حسين، ډاكټر مصدق مسعود ملك، عطاء الله تارړ، رياض حسين پير زاده، احد خان چيمه، شزا فاطمه خواجه، وزيراعظم صلاحكار هارون اختر، وزير مملكت بلال اظهر كياني ، جے اېس بينك، عسكري بينك، الائيډ بينك، حبيب ميټرو بينك، بينك آف خېبر او ايم سي بي اسلامك بينك سي اي اوز او اړوندو ادارو افسرانو ګډون وكړو۔










