خېبر پښتونخوا كښې د امن و امان خراب صورتحال ترمخه آئيني اختيارات كارولې شوي، ګورنر راج وروستے آپشن وو: د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 14 اكتوبر (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي خېبر پښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ او ناامنۍ خراب شوے صورتحال، د سكيورټي ادارو رپورټس او د صوبائي حكومت د اړخه په موثر اقدامات نه كولو د آئين ترمخه د اختيارات كارولو پريكړه شوې كومه چې د حكومت لپاره آخري آپشن ؤ، وفاقي حكومت د ټولو اړوندو شواهدو ، سكيورټي رپورټس او …

اسلام آباد 14 اكتوبر (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي خېبر پښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ او ناامنۍ خراب شوے صورتحال، د سكيورټي ادارو رپورټس او د صوبائي حكومت د اړخه په موثر اقدامات نه كولو د آئين ترمخه د اختيارات كارولو پريكړه شوې كومه چې د حكومت لپاره آخري آپشن ؤ، وفاقي حكومت د ټولو اړوندو شواهدو ، سكيورټي رپورټس او قانوني اړخونو تفصيلي جاج اغستو او كابينه كښې د دوه نيمو ساعتو بحث نه پس دا پريكړه وكړه ،په صوبه كښې د امن و امان بحالي او د اولس د مال او ځان تحفظ باوري كول مقصد دے۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په خېبر پښتونخوا كښې د ګورنر راج او هنګامي حالت نفاذ په اړه په صورتحال بحث كښې د قانون وفاقي وزير ووئيل د آئين آرټيكلز 232 او 234 مخصوص حالات كښې غير معمولي اقدامات اجازه وركوي،صوبه كښې كورنۍ ناامني، د پولي پوري غاړي څخه دراندازي، ترهه ګرۍ كښې زياتوالے او آئيني نظام په موثره ډول كار نه كولو په اړه ترلاسه رپورټس د كابين غونډه  كښې غور وشو او دغې نه پس وزيراعظم صدر مملكت ته د آئيني تګلارې اختيارولو سفارش وكړو ۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې وفاقي او صوبائي حكومتونو له په ګډه كار كول د قوي پاكستان لپاره ضروري دے،دغسې خېبر پښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ مخنيوي اقدامات ته هغه پام لرنه نه ده شوې كومي ته چې حاجت ؤ ،د خېبر پښتونخوا ګورنر هم د ډېرې مودې راهسې د صوبې په خراب شوي سكيورټي صورتحال د تشويش څرګندونه كوله او هغه صدر مملكت او وزيراعظم د چيټو د لارې د حالاتو څخه خبر كړي وؤ۔اعظم نذير تارړ ووئيل د 9 مئي 2023 پېښې د جمهوري تاريخ يو د افسوس وړ باب دے او سياسي اختلافات د مكالمې د لارې حل كول هم د جمهوري نظام اصل روح دے۔د قانون وزير ووئيل د كوم هم نيولې شوي يا سزا شوي كس په معامله اړوندې قانوني تګلارې خپلولو ته اړتيا ده ٬ راخوشي كول يا د سزا په ضد ريليف لپاره عدالت ته رجوع كول مناسب لاره ده،د آئين آرټيكل 45 ترمخه صدر مملكت ته د رحم په اپيل د معافي كولو اختيار هم ترلاسه دے۔ده ووئيل انتظاميه څخه داسې غوښتنه كول مناسب نه ده چې د هغې په قانوني اختيار كښې نه وي۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان له د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې  اتحاد، يووالي او د سكيورټي فورسز سره  بشپړې مرستې ته اړتيا ده۔ده زور راوړو چې سياسي اختلافات په خپل ځائے خو قامي سلامتيا،  د اولس تحفظ او  د رياستي ګټي بايد په هر حال كښې مقدم وساتلې شي۔

مزید خبریں