اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د پاکستان او عمان ترمينځه په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه همكارۍ لا پياوړې كولو عزم پخلي سره ووئيل مونږ د دواړو هېوادونو د كاروباري وروروليو نزدې اړيكې خوشبينه ګڼو او په خصوصي اقتصادي زونز او آزاد تجارتي زونز كښې د زياتې سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كوو٬ د مکه دفاعی لوظنامې له مخې د سعودي عربستان د خپلواكۍ …
د پاكستان او عمان ترمينځه بېلو څانګو كښې د همكارۍ پياوړې كولو عزم لرو ٬ د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار د عمان خارجه وزير سره ګډ خبري كنفرنس ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د پاکستان او عمان ترمينځه په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه همكارۍ لا پياوړې كولو عزم پخلي سره ووئيل مونږ د دواړو هېوادونو د كاروباري وروروليو نزدې اړيكې خوشبينه ګڼو او په خصوصي اقتصادي زونز او آزاد تجارتي زونز كښې د زياتې سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كوو٬ د مکه دفاعی لوظنامې له مخې د سعودي عربستان د خپلواكۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا او د سلامتيا تحفظ له د پاكستان د نه كمزورې كېدونكي عزم پخلے كوو، په منطقه كښې د تاؤ تريخوالې كمولو له خبرې او سفارت كاري اړينه ده د آبنائے هرمز او باب المندب د لارې د جهاز رانۍ سلامتيا او آزادي باوري كول ضروري دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د سلطنت عمان خارجه وزير سيد بدر بن حمد بن حمود البوسعيد سره په ګډه خبري كنفرنس ته وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د عمان خارجه وزير سره زمونږ خبرې په دوستانه او رغنده چاپېريال كښې وشوې۔ ده ووئيل نن به مونږ د پاكستان او عمان ګډ وزارتي كمېشن 8 مې غونډې په پروټوكول لاس ليك وكړو۔ ده ووئيل مونږ به سفارتی، خاص سروس او سرکاری پاسپورټ لرونكو لپاره وېزې څخه د استثنیٰ لوظنامه هم لاس ليك كړو۔ اسحاق ډار ووئيل يو شمېر مفاهمتي يادښتونه او دوه اړخيزه لوظنامې به هم لاس ليك كولې شي په كومو كښې چې د خبرونو او معلوماتو تبادلې ، مواصلات او انفارمېشن ټېکنالوجی، تاریخی دستاویزات، ریکارډ او د آرکائیوز انتظام او د ابلاغ سرچينو څانګو كښې همكاري شامله ده۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل مونږ په دې خبره اتفاق كړے چې زر تر زره به پاكستان كښې په بزنس ټو بزنس كچه سرمايه كارۍ او تجارت ته ودې وركولو له يو فورم تابيا كولې شي او هيله دا چې دا به ډېر زر اوشي۔ نائب وزیراعظم ووئيل مونږ په عمان كښې د مېشته پاكستاني ورورولۍ د قدر وړ خذمت هم تسليموو كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د يو مضبوط پل كردار ترسره كوي۔ مونږ په خليحي سيمه كښې به بدلېدونكي صورت حال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او تاؤ تريخوالي كښې كمي له مو د خبرو او سفارتكارۍ په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل مونږ په سعودي عربستان د حوثي بريدونو په رامخې ته شوو پېښو هم خبرې وكړی او د پاكستان لخوا مو د دغې بريدونو سخته غندنه وكړه د كومو په نتيجه كښې چې يو شمېر كسان ژوبل شوي دي۔ يو شمېر نور شهيدان شوي دي په كومو كښې چې يو پاكستانے هم شامل دے۔ نائب وزيراعظم په ډاګه كړه چې د وګرو او شهري تنصيبات په نخښه كول په هېڅ صورت د قبلولو وړ نه دي۔ د عمان خارجه وزير هم د دې دريځ تائيد وكړو۔ هغه ووئيل دا ډول بريدونه د نړيوال قانون خلاف ورزۍ ده او سيمه ايز امن او سلامتيا خطر سره مخ كوي۔ ده ووئيل مونږ د فلسطين په سنګين صورتحال هم خبرې وكړی۔ مونږ د غېر قانوني ودانيو په پراختيا او د القدس شريف د حېثيت بدلولو په هڅو اندېښنه ښكاره كړې۔ مونږ د غزه اولس ته د بشري مرستې د كوم ځنډ نه پرته د سمدستي رسنې په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل مونږ د عمان پلاوي سره د جمو وكشمير معامله هم پورته كړه كومه چې يوه پخوانۍ ستونزه ده۔ دغسې مونږ د اقغانستان په صورتحال او د سندھ طاس لوظنامې په شمول په سيمه ايز پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان په دې خبره زور راوړو چې افغان خاوره دې د پاكستان خلاف كومې هم ترهګرې كارروايۍ لپاره ونه كارولې شي۔ د سلطنت عمان خارجه وزير خپلو خبرو كښې ووئيل د عمان او پاكستان ګډه وزارتي كمېشن 8 مې غونډې د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو جاج اغستو او د همكارۍ لا پياوړې كولو تګلارې په ګوته كولو له يوه مهمه موقع برابر كړه۔ ده ووئيل نائب وزيراعظم سره ملاقات كښې مو د دواړو هېوادونو ترميځه د پخوانيو اړيكو لا مضبوطولو د لوظ پخلے وكړو۔ ده ووئيل په غونډه كښې تجارت او همكارۍ سره سره په سيمه ايز صورتحال هم خبرې وشوې او د سيمه ايزو چېلنجونو مخنيوي له د خبرو ٬ سفارتكارۍ او د تعميري تړون اهميت تسليم كړے شو۔ په دې موقع د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې نائب وزير اعظم ووئيل مونږ په دې خبره متفق يو چې په منطقه كښې استحكام لپاره به خپلې هڅې روانې ساتو۔ ده ووئيل د سید بدر بن حمد بن حمود البوسعیدی په بلنه به پاكستان راروان كال 2027 كښې د ګډ وزارتي كمېشن 9 مه غونډه په عمان كښې كوي۔










