اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د كوئټه په نوي كلي سيمه كښې د پاك پوځ د تربيتې الوتكې پېښه كښې د دوو پائيلوټانو انسټركټر پائيلوټ مېجر حسنېن شهزاد همايون او زده كونكې پائليوټ كپټن عبدالصمد په شهادت د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د شهيدانو كورنيو سره د غمرازۍ …
وزيراعظم شهباز شريف په كوئټه كښې د پاك پوځ د تربيتي الوتكې پېښه كښې د دوو پائيلوټانو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه وكړه
اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د كوئټه په نوي كلي سيمه كښې د پاك پوځ د تربيتې الوتكې پېښه كښې د دوو پائيلوټانو انسټركټر پائيلوټ مېجر حسنېن شهزاد همايون او زده كونكې پائليوټ كپټن عبدالصمد په شهادت د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د شهيدانو كورنيو سره د غمرازۍ او خواخوږۍ څرګندونې كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ وزيراعظم ووئيل هېواد لپاره ځانونه قربانوٶنكي مېړني ځوانان د قام وياړ دي۔ ټول قام د شهيدانو قربانيو ته په درنه سترګه ګوري او د دوي د كورنيو په غم كښې برابر شريك دے۔










