پېښور 12 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي صوبه كښې د ترهه ګرۍ ختمولو ته به پام لرنه كولې شي، د صوبې چاري په ښه ډول چلول زمونږ ذمه واري ده، د خېبرپښتونخوا اولسې ته د محفوظ او ښه ماحول وركولو له لوظي يو۔ د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په مشرۍ كښې د ايپکس کمېټۍ غونډه …
صوبه كښې د ترهه ګرۍ ختمولو ته به خاص پام لرنه كولې شي ۔ د كے پي كے ګورنر
پېښور 12 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي صوبه كښې د ترهه ګرۍ ختمولو ته به پام لرنه كولې شي، د صوبې چاري په ښه ډول چلول زمونږ ذمه واري ده، د خېبرپښتونخوا اولسې ته د محفوظ او ښه ماحول وركولو له لوظي يو۔ د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په مشرۍ كښې د ايپکس کمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې صوبه كښې د امن و امان په صورت حال، د ترهه ګرۍ ختمولو، د امنيتي ادارو د كار استعداد زياتولو او په پرمختيائي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔صوبائي ايپکس کمېټۍ غونډي ته وينا كښې د كے پي كے ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل په صوبه كښې د امن وامان بحالۍ لپاره ټولي ادارې يو موتے دي،د صوبې وګړي امن، پرمختګ او سوكالي غواړي،مونږ له به خپل كار ته پام لرنه كول وي۔ده ووئيل د قانون نافذ کوونكو ادارو د كار استعداد به زياتولې شي، د پوليس او سي ټي ډي ډيمانډ پوره كړے شوے، مونږ د ډويلپمنټ قرباني وركولې شو د امنيت نه،د ترهه ګرۍ په ضد اقدامات به په نظر راشي۔فيصل کريم کنډي ووئيل خېبرپښتونخوا وسائل لرونكي صوبه ده، جې امن راشي نو وسائل او موقعې به كارولې شي۔وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل دا په وړومبي ځل وشوه چې وفاق او خېبرپښتونخوا حکومت يو شو،د صوبې اولس د ترهه ګرۍ څخه خلاصے او امن غواړي، پوليس او نورې د قانون نافذ کوونكې اداري به قوي كولې شي،د خېبرپښتونخوا پوليس ته پكار جديد وسله به وركولې شي۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا پوليس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پرله پسې شهادتونه وركوي، صوبائي حکومت به قيادت كوي نو خېبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې به كاميابي ترلاسه كولې شي، وفاقي حکومت به د خېبرپښتونخوا امن لپاره هر ډول ذمه واري پوره كوي۔وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي حکومت ته بيا بيا خواست شوے ؤ چې صوبه كښې د ترهه ګرۍ په ضد د جنګ برخه وګرځي،د هغوي خيال وو چې د سړكونو په بندلو به صوبه كښې اوور ولګولې شي،خو په امناكه پاتي كيدو د اولس ستائنه كوو۔










