ریاض۔12اکتوبر (اے پي پي) د سعودي عرب د حج و عمرہ وزارت وئېلي دي مسجد نبوي ، مدینه منورہ كښې د ریاض الجنه زیارت لپاره نوې اجازت نامه به د تېرې اجازت نامې نه 365 ورځې پس جاري كېدې شي۔ د العربیه اردو تر مخه وزارت تېره ورځ مسجد نبوي ۖ ، مدینه منورہ كښې د ریاض الجنه زیارت لپاره د نوې اجازت نامې جاري کولو شرط مقرر کړے دے …
د ریاض الجنه زیارت لپاره نوې اجازت نامه به 365 ورځې پس جاري كېدې شي ،د حج و عمرہ وزارت
ریاض۔12اکتوبر (اے پي پي) د سعودي عرب د حج و عمرہ وزارت وئېلي دي مسجد نبوي ، مدینه منورہ كښې د ریاض الجنه زیارت لپاره نوې اجازت نامه به د تېرې اجازت نامې نه 365 ورځې پس جاري كېدې شي۔ د العربیه اردو تر مخه وزارت تېره ورځ مسجد نبوي ۖ ، مدینه منورہ كښې د ریاض الجنه زیارت لپاره د نوې اجازت نامې جاري کولو شرط مقرر کړے دے جې د تېرې اجازې نه پس 365 ورځې تېرې شوي وي ۔ وزارت سپيناوے كړے دے چې دا موده د تر سره كېدو نه پس د مستفید كېدونكو د اهلیت او په ’’نسک‘‘ ایپ د شته وختونو تر مخه به اجازت نامه وركولې شي ۔ د سعودي د حج و عمرہ وزارت وضاحت کړے دے چې د مسجد نبوي ۖ سره نزدې شته زائرین د شته اوقات تر مخه د ریاض الجنه زیارت لپاره د اجازت نامې تر لاسه كولو په غرض سره د ’’ سمدستي بکنګ‘‘ سهولت نه ګټه پورته كولې شي ۔ د دې آسانيو د لارې ریاض الجنه كښې د زائرین داخله منظم كولو او د زیارت وختونو انتظام له به مرسته تر لاسه شي ۔ ریاض الجنه په مسجد نبوي ۖ كښې حجرہ مبارک او منبرِ رسول ۖ تر مينځه ځائے دے ۔ د ریاض الجنه زمكه نزدې 330 مربع میټر ده، د كومې اوږد والے چې 22 میټر او پلن والے 15 میټر دے۔











