اسلام آباد۔7 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف بنكونو لپاره د هاؤسنګ فنانس كار آسانولو له نورو صوبو ته هم د پنجاب په څير د زمكو ريكارډ كمپيوټري كولو كښې د بيړې كولو هدايت كړ ے او وئيلې يۍ دي د زمكو ريكارډ ډیجیټلائز كولو سره به بنكونو له د هاؤسنګ پورونو وركولو كښې آساني او سپېځلتيا رامخې ته شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ …
نورې صوبې دې هم د پنجاب په څير د زمکو ريکارډ کمپیوټري کړي: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔7 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف بنكونو لپاره د هاؤسنګ فنانس كار آسانولو له نورو صوبو ته هم د پنجاب په څير د زمكو ريكارډ كمپيوټري كولو كښې د بيړې كولو هدايت كړ ے او وئيلې يۍ دي د زمكو ريكارډ ډیجیټلائز كولو سره به بنكونو له د هاؤسنګ پورونو وركولو كښې آساني او سپېځلتيا رامخې ته شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې هاؤسنګ، د وړو او منځومانې درجې كاروبار او زرعي څانګې ته د پورونكو وركولو په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د پورونو په اړه د نېشنل بنك آف پاكستان او فرسټ وېمن بنك د كاركردګۍ جاج واغستلے شو۔ وزيراعظم ووئيل د نېشنل بنک آف پاکستان د هاؤسنګ فنانس څانګه كښې د پورونو د منظورۍ شرح 76 فیصد كېدل د ستائنې وړ ده۔ وزیراعظم د نېشنل بنك نوي تعيناتېدونكې صدر ته هدايت وكړو چې د بنك كاركردګي ښه كولو له دې د غوره پروفېشنلز خذمات ترلاسه كړے شي۔ غونډې ته ووئيل شول د وزیراعظم اپنا ګھر سکیم لاندې تر دې دمه د 426 ارب روپو 71 زره 690 پورونو منظوري وركړې شوې ده۔ 13,214 وګړو ته د 76 اربه روپو پورونه جاري كړې شوي ۔ د روان كال په مهال 125,000 رهائشی یونټس لپاره د 700 ارب روپو پورونو وركولو هدف ټاكلے شوے دے۔ د زرعي څانګې د پورونو مجموعي حجم 1,352 اربه روپۍ دے او دې څخه 34 لکه 55 زره كسانو استفاده وكړه۔ تر جون كال 2027 د زرعي پورونو حجم 1,500 اربه روپۍ دے او د استفاده كوونكو شمېره 45 لكه ټاكلې شوې ده۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران رانا تنوير حسېن ٬احد خان چآمه ٬ اورنګزېب ٬ عطا الله تارړ ٬ د سټېټ بنك ګورنر او نور اعلی چارواكي موجود وو۔










