د افغانستان  څخه  پاکستان كښې  د روانې ترهه ګرۍ  يو بل  ثبوت ، د فتنۃ الخوارج خلاف آپریشن كښې په وژلے شوو ترهه ګرو كښې  2 افغانان وختل

  اسلام آباد۔7اکتوبر  (اے پي پي)  د افغانستان نه پاکستان كښې  د روانې ترهه ګرۍ يو بل واضحه ثبوت رامخې ته شوے دے ۔ په 5 اکتوبر کرمه كښې د  فتنۃ الخوارج خلاف  د امنيتي ځواكونو  آپریشن كښې وژلے شوو  ترهه ګرو كښې 2 افغان وګري  شناخت شوي دي ۔ د  امنيتي  ذرائعو تر مخه  د وژلے شوو ترهه ګرو پېژندګلي د صفت اللہ چې په سیف اللہ پېژندلے شو …

 

اسلام آباد۔7اکتوبر  (اے پي پي)  د افغانستان نه پاکستان كښې  د روانې ترهه ګرۍ يو بل واضحه ثبوت رامخې ته شوے دے ۔ په 5 اکتوبر کرمه كښې د  فتنۃ الخوارج خلاف  د امنيتي ځواكونو  آپریشن كښې وژلے شوو  ترهه ګرو كښې 2 افغان وګري  شناخت شوي دي ۔ د  امنيتي  ذرائعو تر مخه  د وژلے شوو ترهه ګرو پېژندګلي د صفت اللہ چې په سیف اللہ پېژندلے شو ٬ جمشید  د پلار نوم تجلې،  اوسېدونكے د جانی خیل پکتیا او د عمر فدائي په نامه شوې ده  ۔ ذرائعو تر مخه پاکستان كښې د ترهه ګرۍ په هلو ځلو  كښې  257  نه زيات افغان وګړي د وړاندې نه پېژندلے شوي دي  او د دې  2 کیسز زياتوالے  په دې ریکارډ كښې نوره اضافه ده ۔ د ذرائعو تر مخه  د دوي فتنۃ الخوارج سره تعلق د دوي پخپلو پلرنو سيمو كښې  د كېدونكو فعاليتونو نه هم واضحه  كېږي  ۔ د دوي د وژلے كېدو نه پس افغانستان كښې د لاس نيوې غونډې وشوې۔ د پکتیا په جاني خیل  اولسوالۍ رباط كلي كښې د صفت اللہ  د لاس نيوې  دستوره كښې د  فتنۃ الخوارج بېرغونه او پوسټرز ښكاره زوړند كړے شوي وو ۔  د ذرائعو وېنا ده  دا لړۍ يوازې تر دوو كسانو محدود نه ده ۔ د قندھار  استوګن حافظ محب اللہ چې په خالد نوم شهرت لري  5 ورځې وړاندې  شمالی وزیرستان كښې په وژلے شوو  7 ترهه ګرو كښې شامل ؤ ۔ عبداللہ جان، ګل بهادر ډلې سره تعلق لرونكے او د کمانډر ګوهر نزدې ملګرے، هم 3 ورځې وړاندې يو  آپریشن كښې وژلے شوے ؤ ۔ د 257  نه زيات د افغان وګړو شناخت او د دې نوو   کیسز اضافه پاکستان كښې د  افغان وګړو  د ترهه ګرۍ په فعاليتونو كښې  ګدون واضحه كوي ۔ په افغانستان كښې د دغې  ترهه ګرو ښكاره د غمرازۍ دستورې  او د فتنۃ الخوارج د بېرغونو  ننداره د پولې پورې  نیټ ورک او  هغې ته تر لاسه ماحول لا بے نقابه كوي

مزید خبریں