کوئټه ۔7اکتوبر (اے پي پي ) د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمین سیدال خان ناصر د بلوجستان وزیراعلیٰ مير سرفراز بګټي سره ملاقات وكړو ، ملاقات كښې د هېواد په مجموعي سیاسي و معاشي صورتحال، په خاص توګه بلوچستان كښې د امن و امان، امنيت ، معاشي پرمختګ، اولسي ریلیف، د صوبې په پرمحتيائي ارزښتونو او د اولسي خېر ښیګړې په چارو تفصیلي خبرې وشوې ۔د سینیټ سیکرټریټ تر مخه …
د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمین د بلوچستان وزیراعلیٰ سره ملاقات، د صوبې په پرمختيائي ارزښتونو او د اولسي خېر ښیګړې په چارو خبرې

مزید خبریں
کوئټه ۔7اکتوبر (اے پي پي ) د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمین سیدال خان ناصر د بلوجستان وزیراعلیٰ مير سرفراز بګټي سره ملاقات وكړو ، ملاقات كښې د هېواد په مجموعي سیاسي و معاشي صورتحال، په خاص توګه بلوچستان كښې د امن و امان، امنيت ، معاشي پرمختګ، اولسي ریلیف، د صوبې په پرمحتيائي ارزښتونو او د اولسي خېر ښیګړې په چارو تفصیلي خبرې وشوې ۔د سینیټ سیکرټریټ تر مخه د ملاقات په مهال بلوچستان كښې د ترقۍ او خوشحالۍ لپاره د صوبائي حکومت د اړخه په پورته كوونكو ګامونو ، د امن و امان په صورتحال كښې په ښه والي ، اولس ته په اسانيو وركولو او په بېلا بېلو پرحختيائي پروژو خبرې وشوې ۔ لنډ مهاله چیئرمین سیدال خان ناصر ووئېل بلوچستان د هېواد يوه مهمه خو نسبتاً پسماندہ صوبه ده ، ځكه د صوبې تل پاتي پرمختګ، خوشحالۍ او اولسي ښیګړې ته موجودہ حکومت پام لرنه كوي ۔ده ووئېل د بلوچستان اولس صلاحیت لرونكے ، خواري كښ او پیشه ورہ صلاحیتونه لري ، او دغسې صوبه د قدرتي وسائلو او معدنیات په زړه پورې پانګې هم لري ۔ده ووئېل د بلوچستان قدرتي وسائل په مؤثر، سپېځلي او ښه ډول کارولو سره د صوبې اولس معاشي و سماجي پرمختګ او خوشحالي باوري کېدې شي ۔ ده ووئېل خو ضرورت د دې خبرې دے چې د وسائلو څخه په استفادہ کولو كښې مقامي وداني د ترقۍ عمل كښې د زیاتې نه زياته شریکه كړې شي








