د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمین د بلوچستان وزیراعلیٰ سره ملاقات،  د صوبې په پرمختيائي ارزښتونو  او د اولسي خېر ښیګړې  په چارو خبرې

  کوئټه ۔7اکتوبر  (اے پي پي ) د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمین  سیدال خان ناصر د بلوجستان وزیراعلیٰ  مير سرفراز بګټي سره ملاقات وكړو ،  ملاقات كښې د هېواد په مجموعي سیاسي و معاشي صورتحال، په خاص توګه بلوچستان كښې د  امن و امان، امنيت ، معاشي  پرمختګ،  اولسي  ریلیف، د صوبې په پرمحتيائي ارزښتونو او  د اولسي خېر ښیګړې  په چارو  تفصیلي خبرې وشوې  ۔د  سینیټ سیکرټریټ تر مخه …

 

کوئټه ۔7اکتوبر  (اے پي پي ) د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمین  سیدال خان ناصر د بلوجستان وزیراعلیٰ  مير سرفراز بګټي سره ملاقات وكړو ،  ملاقات كښې د هېواد په مجموعي سیاسي و معاشي صورتحال، په خاص توګه بلوچستان كښې د  امن و امان، امنيت ، معاشي  پرمختګ،  اولسي  ریلیف، د صوبې په پرمحتيائي ارزښتونو او  د اولسي خېر ښیګړې  په چارو  تفصیلي خبرې وشوې  ۔د  سینیټ سیکرټریټ تر مخه د ملاقات په مهال  بلوچستان كښې  د ترقۍ او خوشحالۍ لپاره د  صوبائي حکومت د اړخه   په  پورته كوونكو ګامونو ، د امن و امان په صورتحال كښې په ښه والي ،  اولس ته په  اسانيو وركولو او  په بېلا بېلو پرحختيائي پروژو خبرې وشوې ۔ لنډ مهاله  چیئرمین سیدال خان ناصر ووئېل  بلوچستان د  هېواد يوه مهمه خو نسبتاً پسماندہ صوبه ده ، ځكه د صوبې تل پاتي پرمختګ، خوشحالۍ او   اولسي ښیګړې  ته موجودہ حکومت  پام لرنه كوي ۔ده ووئېل  د بلوچستان  اولس صلاحیت لرونكے ، خواري كښ او  پیشه ورہ صلاحیتونه لري ، او دغسې صوبه د  قدرتي وسائلو او  معدنیات په زړه پورې پانګې هم لري ۔ده ووئېل  د بلوچستان قدرتي وسائل  په مؤثر، سپېځلي او ښه ډول  کارولو سره  د صوبې  اولس  معاشي و سماجي پرمختګ او  خوشحالي باوري  کېدې شي ۔  ده ووئېل خو ضرورت د دې خبرې دے چې  د وسائلو څخه  په استفادہ کولو كښې مقامي وداني د ترقۍ عمل كښې د  زیاتې نه  زياته شریکه كړې شي

مزید خبریں