اسلام آباد۔7اکتوبر (اے پي پي) د افغانستان نه پاکستان كښې د روانې ترهه ګرۍ يو بل واضحه ثبوت رامخې ته شوے دے ۔ په 5 اکتوبر کرمه كښې د فتنۃ الخوارج خلاف د امنيتي ځواكونو آپریشن كښې وژلے شوو ترهه ګرو كښې 2 افغان وګري شناخت شوي دي ۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه د وژلے شوو ترهه ګرو پېژندګلي د صفت اللہ چې په سیف اللہ پېژندلے شو …
د افغانستان څخه پاکستان كښې د روانې ترهه ګرۍ يو بل ثبوت ، د فتنۃ الخوارج خلاف آپریشن كښې په وژلے شوو ترهه ګرو كښې 2 افغانان وختل

مزید خبریں
اسلام آباد۔7اکتوبر (اے پي پي) د افغانستان نه پاکستان كښې د روانې ترهه ګرۍ يو بل واضحه ثبوت رامخې ته شوے دے ۔ په 5 اکتوبر کرمه كښې د فتنۃ الخوارج خلاف د امنيتي ځواكونو آپریشن كښې وژلے شوو ترهه ګرو كښې 2 افغان وګري شناخت شوي دي ۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه د وژلے شوو ترهه ګرو پېژندګلي د صفت اللہ چې په سیف اللہ پېژندلے شو ٬ جمشید د پلار نوم تجلې، اوسېدونكے د جانی خیل پکتیا او د عمر فدائي په نامه شوې ده ۔ ذرائعو تر مخه پاکستان كښې د ترهه ګرۍ په هلو ځلو كښې 257 نه زيات افغان وګړي د وړاندې نه پېژندلے شوي دي او د دې 2 کیسز زياتوالے په دې ریکارډ كښې نوره اضافه ده ۔ د ذرائعو تر مخه د دوي فتنۃ الخوارج سره تعلق د دوي پخپلو پلرنو سيمو كښې د كېدونكو فعاليتونو نه هم واضحه كېږي ۔ د دوي د وژلے كېدو نه پس افغانستان كښې د لاس نيوې غونډې وشوې۔ د پکتیا په جاني خیل اولسوالۍ رباط كلي كښې د صفت اللہ د لاس نيوې دستوره كښې د فتنۃ الخوارج بېرغونه او پوسټرز ښكاره زوړند كړے شوي وو ۔ د ذرائعو وېنا ده دا لړۍ يوازې تر دوو كسانو محدود نه ده ۔ د قندھار استوګن حافظ محب اللہ چې په خالد نوم شهرت لري 5 ورځې وړاندې شمالی وزیرستان كښې په وژلے شوو 7 ترهه ګرو كښې شامل ؤ ۔ عبداللہ جان، ګل بهادر ډلې سره تعلق لرونكے او د کمانډر ګوهر نزدې ملګرے، هم 3 ورځې وړاندې يو آپریشن كښې وژلے شوے ؤ ۔ د 257 نه زيات د افغان وګړو شناخت او د دې نوو کیسز اضافه پاکستان كښې د افغان وګړو د ترهه ګرۍ په فعاليتونو كښې ګدون واضحه كوي ۔ په افغانستان كښې د دغې ترهه ګرو ښكاره د غمرازۍ دستورې او د فتنۃ الخوارج د بېرغونو ننداره د پولې پورې نیټ ورک او هغې ته تر لاسه ماحول لا بے نقابه كوي






