د نړیوالو قانونو په بنسټ د ولاړ نظام ساتنې لپاره د ملګرو ملتونو اصلاح اړینه ده: مسعود خان

  اسلام آباد۔7اکتوبر  (اے پی پی) امریکا، چین او ملګرو ملتونو كښ د پاكستان پخواني سفير او د آزاد كشمير پخواني صدر سردار مسعود خان وئيلي دي د نړیوالو قوانینو په بنسټ د ولاړ نظام ساتنې او د طاقتور د خوښې قانون جوړېدو لاره نيولو له به ملګري ملتونه پياوړې او فعاله جوړول وي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې ټي وي سره مركه كښې مسعود خان د ملګرو ملتونو …

 

اسلام آباد۔7اکتوبر  (اے پی پی) امریکا، چین او ملګرو ملتونو كښ د پاكستان پخواني سفير او د آزاد كشمير پخواني صدر سردار مسعود خان وئيلي دي د نړیوالو قوانینو په بنسټ د ولاړ نظام ساتنې او د طاقتور د خوښې قانون جوړېدو لاره نيولو له به ملګري ملتونه پياوړې او فعاله جوړول وي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې ټي وي سره مركه كښې مسعود خان د ملګرو ملتونو د عمومي سېكرټري د پاكستان دورې اهميت په ډاګه كولو سره ووئيل دا دوره علامتي او په عملي دواړو اعتبارونو د اهميت وړ ده۔ په ځانګړي توګه په يو داسې وخت كښې كله چې نړيوال نظام يو شمېر ستونزو سره مخ دے۔ ده ووئيل د عمومي سېكرټري د پاكستان او هند لپاره د ملګرو ملتونو د پوځي مبصر ګروپ هېډكوارټر دوره  دا خبره په ډاګه كوي چې د كشمير مسئله اوس هم د ملګرو ملتونو په ايجنډا پرته ده۔ ده ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتونو مشرتابه سره خبرو كښی  د افغانستان خاورې څخه ترهګرۍ او د سندھ طاس لوظنامې سره اړوند خپل تحفظات هم تكرار كړي۔ سفیر مسعود خان ووئيل يوازې غږ پورته كول د عملي اقدام متبادل نه دے ولې بياهم هغه دا خبره تسليم كړه چې مؤثر غږ او اخلاقي ملاتړ خپل اهميت لري

مزید خبریں