د بحرېن د بهرنيو چارو وزير 7 اكتوبر څخه د پاكستان 2 ورځنۍ دوره كوي

  اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) د بحرېن د بهرنيو چارو وزير ډاكټر عبداللطیف بن راشد الزیانی 7 څخه تر 8 اکتوبر د پاكستان دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې هغه د نائب وزيراعظم/ اسحاق ډار په بلنه دا دوره كوي۔ د دورې په مهال به هغه او نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار د پاكستان – …

 

اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) د بحرېن د بهرنيو چارو وزير ډاكټر عبداللطیف بن راشد الزیانی 7 څخه تر 8 اکتوبر د پاكستان دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې هغه د نائب وزيراعظم/ اسحاق ډار په بلنه دا دوره كوي۔ د دورې په مهال به هغه او نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار د پاكستان – بحرېن ګډ وزارتي كمېشن درېمې غونډې مشري كوي ، د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج به اغستلې شي او د تجارت ٬ سرمايه كارۍ٬ اقتصادي مرستې ٬ دفاع  او سلامتيا ٬ محنت او افرادي قوت او د كلتوري تبادلې په شمول د شريكې خوښی په بېلو نورو چارو به د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ دوي به د شريكې خوښی په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت او په ګڼ اړخيزه فورمونو د همكارۍ په ضرورت او اهميت هم خبرې كوي۔ پاكستان او بحرين په ګډه عقيده ٬ شريكو ارزښتونو ٬ متقابل احترام او پخوانو  د اولسي رابطو  نزدې او د ورورولۍ اړيكې لري۔  د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د اعلی كچې دورې او نزدې همكاري روانه ده۔ دا دوره د پاكستان او بحرېن په اړيكو كښې  د  مضبوط پېشرفت عكاسي كوي او دوه اړخيزه همكاري لا پراخا كولو او په شريكه ګټه اډانه اړيكې مخ په وړاندې بوتللو له د دواړو هېوادونو د شريك عزم څرګندونه كوي۔

مزید خبریں